د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ یو شمیر کروندګر وايي، کله یې چې رسیدلي باغونه حاصل ته ورسیږي نو د میوو پیردونکي یې کم شي او د کال ټوله خواري یې د میوو د مارکیټ د نشتون له امله بې ځایه شي.
د غزني د ګیلان ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالعلیم وايي، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي او د انګورو، بادامو، شفتالو او زردالو باغونه لري، خو په خبره یې د حاصلاتو په وخت کې څوک د پېرلو نه وي.
هغه وایي:" موږ چې کله د بادامو او د نورو حاصلاتو اخیستو وخت راشي، نو د اخیستو یې څوک نه شته، ګټه نه کوي."
د هغه په خبره که حکومت بزګرو ته لاس ور نه کړي، خلک د نشهیي توکو کښت نه بندوي.
د عبدالعلیم په وینا، "تاریارک د باغونو په پرتله ښې پیسې بزرګرانو ته ګټي، خو که حکومت مرسته وکړي او خارج ته صادرات پیل کړي، بیا خلک کوکنار نه کري، که نه نو ناممکنه ده."
هغه وویل:"اوس د بادامو نرخ یو نیم زر کالدارې چې د ۷۰۰ افغانیو سره معادل کیږي. د حاصلاتو په وخت کې په زر کالدارې او یا پنځه سوه افغانۍ هم نه خرڅېږي، خو تاریارک په لکونو خرڅېږي."
هغه وايي، له بلې خوا اوبه په سختۍ پیدا کېږي او ټولې اوبه د سولر په واسطه را پورته کېږي.
غزني یو له هغو ولایتونو دی چې په زیاته کچه پکې کوکنار نه کرل کیږي او د یو این اوو ډي سي د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د سروې له مخې پدغه ولایت کې په ۲۹۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.