د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د بدراب د کلي اوسیدونکی جاوید چې له تیرو اتو کلونو راپدیخوا په مخدره موادو روږدی دی وايي، چې په ایران کې د مزدورۍ په مهال په نشه يي توکو روږدی شوی او لا تراوسه ندی توانیدلی چې نشه پریږدي خو که اوس ورته د درملنې زمینه برابره شي نو د نشې د پریښودو تکل یې کړی دی.
جاوید چې اوس په کابل ښار کې بې سرپناه معتاد دی او د سړکونو په غاړه اوسي وايي: "اول داسې وو چې یوه ایراني سره مې کار کاوه مونږ اوولس یا اتلس نفره وو ټول عملیان وو. دوی به چې تریاک وهل مونږ به هم چې کار نه راغلو یو دود دوه دوده به مو ور سره وهل. هماغه یو دود دوه دوده وو مونږ هم ورسره اخته شوو. داسې څوک نه وو چې راته یې ویلي وای چې دا مه وهه دوی ته وګوره، چې په څه حال دي. بس مونږ هم پرې ګرفتاره شولو بیا وروسته هغه خلک به که وه یا به نه وه هرځای به چې وو خپله به مو را اخیستل او وهل به مو، ځکه عملي شولو."
جاوید چې خپله معتاد دی وايي په هر چاپیریال کې چې معتادین موجود وي نو د نورو انسانانو د معتاده کیدو خطر ورسره حتمي دی او په ويناء یې که د عملیانو سره د چا ناسته پاسته وي نو خامخا یوه ورځ به سالم انسان هم په مخدره موادو اخته شي.
هغه وویل:" هر چا سره چې واوسې هماغه سې کېږي. که سم سړی وو، ته به هم سم وې، که ملا وو، ته به هم ملا وی، که عملي وو ته هم ور سره عملي کېږي."
د جاوید په وینا، خپل د ورځې مصرف د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د کباړ او پلاستیکونو په ټولولو پوره کوي خو دی د دې عمل څخه سخت په تنګ شوی، او وايي که زمینه ورته برابره شي نو ډیر ژر به یې خوشې کړي که څه هم ده یو ځل د تداوۍ ناکامه هڅه کړې ده، خو بیرته معتاده شوی دی.
جاویل وویل:"یو ځل تداوي شوی یم هغه هم دولس ورځې مې ځان بستر کړی وو. دولس زره روپۍ مې ورکړې وې شِفاخانه کې هلته یې داسې دوا ورکوله چې ترې را وبه وتلې هماغه شان چې پخوا وې هماغسې عملي به وې د ننه به یې دوا راکوله تا به ویل چې روغ یم خو چې بهر به راووتلې بېرته به خمار وم."
جاوید د ټولو ځوانانو څځه غواړي چې هیڅ کله دې مخدره موادو ته نه نیږدې کیږي او نه دې هم د مخدره موادو معتادینو سره ملګرتیا کوي ځکه په مخدره موادو اخته کیدل، هر انسان د خپل اصلي انساني ژوند څخه باسي.