په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې سږ کال یې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پرځای نور کښتونه په تیره بیا غنم کرلي دي وايي، چې تمه لري د سږني کال غنم به یې ښه حاصل ورکړي.
د طالبانو له خوا د کوکنارو په کښت له بندیز وروسته د بلخ د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې هر کال به یې کوکنار کرل وايي چې سږ کال یې د کوکنارو پر ځای سبزیجاتو او نور کښتونو کرلو ته مخه کړې ده، خو په بدل کې د خپلو نورو محصولاتو خرڅلاوو ته بازار غواړي.
د طالبانو د حکومت له لورې د کوکنارو په کر له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هېنجې کرلو ته مخه کړې ده او وايي که څه هم هېنجه درې کاله وروسته حاصل ورکوي، خو یوازینی کښت دی چې د کوکنارو په پرتله ډېره ګټه کوي.
په نشه يي توکو یو روږدی چې اووه کاله یې د کابل د پل سوخته لاندې په نشو تیر کړي دي وايي، چې دا ځای د روږدو لپاره هدیره وه او خوښ دی چې دا مرګونې سیمه پاکه شوې ده.
په بلخ کې تر درملنې لاندې یو شمیر معتادین وايي، دا چې د ناستې او مجلسونو ملګري یې په نشې روږدي دي نو له درملنې وروسته له هغوی سره د ناستو له امله به بیرته په نشو اخته شي او دایمي درملنه یې ناشونې ده.
سره له دې چې د طالبانو چارواکي ادعاء کوي، چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو کر صفر کړی خو بیا هم د بلخ ولایت په مختلفو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي او پدغه ولایت کې طالب مسؤلین وايي، چې ددغو کرل شووو کوکنارو د اړولو کمپاین یې هم پيل کړی دی.
ولي محمد چې له یو کال راهیسې یې نشه يي توکي پريښي دي وايي، د معتادۍ په مهال به یې اولادونو ورسره ښه چلند نه کاوه او زامنو به یې ورته ویل چې یا دې کور پریږدي او یا هم نشه يي توکي، خو ده د کور د پریښودو په ځای درملنه کړې ده او اوس روغ شوی دی.
مزار شریف د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تر تداوۍ لاندې یو معتاد وايي، له هغه راهیسې یې د نشه يي توکو په کارولو پیل وکړ چې مور یې مړه شوه او ددې توان یې نه درلود چې خپل غم هیر کړي خو وروسته بیا د نشه يي توکو له استعمال زیات پښیمان وو.
د مزارشریف په ښار کې که څه هم پدې وروستیو کې په سلګونو معتادین له ښار راټول شوي دي خو د درملنې لاندې یو شمیر معتادین چې ایران ته د کار لپاره تللي وو وايي، هلته د خپلې بې سوادۍ او دا چې د درنو کارونو له درد بیغمه شي د نشو په دایمي اعتیاد اخته کړي دي.
په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیتي مسؤلین وايي، چې د مزار شریف په ښار کې د ژمي د یخنۍ له پيلیدو مخکې یې د معتادینو د راټولولو کمپاین کړی او ۱۳۷ روږدي یې له دغه ښار راټول کړي چې له امله یې یخنۍ هیڅ معتاد ته زیان ندی رسولی.
د بلخ یو شمیر کروندګر وايي، له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی دوی اوس د کوکنار پرځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده او په ځینو سیمو کې کروندګر نسبتا ښه عاید هم اخیستی دی.
په بلخ کې په نشه توکو یو روږدی شاه محمد چې اووه کاله یې شیشه او پوډر څکولي وايي چې اعتیاد یې په روان او ذهن بدې اغېزې کړې وې او له امله یې په ټولنې کې له خلکو سره چلند خراب شوی و او د هغه په خبره ان مور او پلار یې هم هېر شوي وو او یوازې خپلې نشې پسې ګرځېده.
په بلخ کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې په کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته یې د زردکو په شان نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې سږ کال مارکیټ ښه دی او حاصلات یې هم ښه اخیستي دي.
په بلخ کې یو شمیر کروندګر وايي چې په شنو خونو کې د لیمو انو کرل د کوکنارو، زعفرانو او نور کښتونو څخه څو برابره دېره ګټه کوي او د شنو خونو جوړولو له لارې له لږې ځمکې کولای شي چې ډېر حاصل ترلاسه کړل شي.
پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت انجونې له ښوونځیو ګرځولي او ښځو ته د کار کولو حق نه ورکوي بل لورته د خصوصي سکټور یو شمیر شرکتونو په تیره بیا د زعفرانو د پروسس په برخو کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هغه کروندګر چې سږ کال یې د زعفرانو کښت کړی دی وايي، چې سږکال د تیر کال په پرتله د زعفرانو بیه دوه چنده زیاته شوې ده او دوی د زعفرانو له کښت خوښ دي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ هغه کروندګرو چې پخوا به یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی خو له کروندګرو سره یې هیڅ راز د بدیل معیشت په برخه کې مرستې ندي کړي.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی نقیب الله هغه معتاد دی چې د مېرمنې له مړه کېدو وروسته د یوازیتوب او خفګان له امله په نشه یي توکو روږدی شوی او اوس په مزارشریف کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې تر درملنې لاندې دی. وايي کله یې چې مېرمن مړه شوه نو د اولادونو ساتنه او د کور کارونه ور په غاړه شو
په بلخ کې په نشه يي توکو روږدی خیرالله چې دوه نیم کاله په شیشې او پوډرو روږدی و وايي، چې د نشه یي توکو له امله یې خپل عزت، پیسې او د ژوند ټوله سرمایه له لاسه ورکړې ده.
د بلخ د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د معتادینو د درملنې د برخې مسؤل جمعه خان وايي چې په تېره یوه اونۍ کې دغه مدیریت ۳۲۴ معتادین د بلخ د بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي او د معتادینو د درملنې کمپونو ته یې لېږلي دي.
نور پورته کول