د لاس رسي وړ اتصالات

پل سوخته د معتادینو هدیره وه - بلخ کې تر درملنې لاندې معتاد 


پل سوخته د معتادینو هدیره وه - بلخ کې تر درملنې لاندې معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:21 0:00

په نشه يي توکو یو روږدی چې اووه کاله یې د کابل د پل سوخته لاندې په نشو تیر کړي دي وايي، چې دا ځای د روږدو لپاره هدیره وه او خوښ دی چې دا مرګونې سیمه پاکه شوې ده.  

په نشه يي توکو یو روږدی چې اووه کاله یې د کابل د پل سوخته لاندې په نشو تیر کړي دي وايي، چې دا ځای د روږدو لپاره هدیره وه او خوښ دی چې دا مرګونې سیمه پاکه شوې ده.

دا معتاد چې محمد اجمل نومیږي د پل سوخته له پاکولو وروسته مزار شریف ته تللی دی او هلته په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هغه په وینا په پل سوخته کې یې خپل ډېر ملګري د لوږې او تندې له امله له لاسه ورکړي دي. دی وايي، چې د پل سوخته لاندې یې خوړو او اوبو ته لاسرسې نه درلوده او په ورځو به نهار کرځېده.

محمد اجمل امریکا غږ ته وویل: "زه پل سوخته ته په شیشې پسې تلم. زه بیا هلته عادت شوم. پل سوخته داسې ځای محیط دی لکه ټول چې په مرګ باندې محکوم وي. هلته ناولتوب او ناروغیو ډېرې وې. په ورځ کې به دې خپل شیرین شیرین ملګري له لاسه ورکول. لوږه ده. تنده، یو بوتل ځانته نه شې پیدا کولای، مونږ ډېر وختونه اوبه نه شوې پیدا کولای. داسې کسان وو چې په ورځ کې به یې یو وار ډوډۍ نه شوه خوړله."

دغه معتاد چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په مزارشریف ښار کې د معتادینو په مرکز کې تر درملنې لاندی دی، وایي که د معتادینو د راغونډېدو سیمې پاکې شي او نشه يي توکو ته لاسرسې کم شي؛ معتادین به بیاځلې پر نشه یي توکو اخته نه شي.

محمد اجمل وايي په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله پاکستان ته ګډوال شوی وو او په خبره یې د کډوالۍ په وخت کې لومړی په چرس او بیا په شیشې روږدی شوی وو.

هغه وویل: "موږ د انقلاب په جنګونو وخت کې پاکستان ته تللي و. هلته له انډیوالانو سره مخامخ شوم، چې له هغوی سره مې چرس څکل، چرس مې په اعصابو فشار راوستو چې له امله یې زه له خفګان سره مخ وم. نو له همدې کبله زه له شیشې سره آشنا شوم خو شیشې راته ډېر زان واړوو."

په داسې حال کې چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د هېواد په کچه د ۲۸ زره معتادینو درملنه کړې ده خو له بلې خوا د معتادینو په وینا نشه يي توکو ته اسان لاسرسي او بیکارۍ له امله بیاځلې په نشه يي توکو روږدي کېږي.

XS
SM
MD
LG