د لاس رسي وړ اتصالات

په بلخ کې د کوکنارو تازه کر او د طالبانو له لوري د اړولو کمپاین


په بلخ کې د کوکنارو تازه کر او د طالبانو له لوري د اړولو کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

سره له دې چې د طالبانو چارواکي ادعاء کوي، چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو کر صفر کړی خو بیا هم د بلخ ولایت په مختلفو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي او پدغه ولایت کې طالب مسؤلین وايي، چې ددغو کرل شووو کوکنارو د اړولو کمپاین یې هم پيل کړی دی.

سره له دې چې د طالبانو چارواکي ادعاء کوي، چې په ټول افغانستان کې یې د کوکنارو کر صفر کړی خو بیا هم د بلخ ولایت په مختلفو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي او پدغه ولایت کې طالب مسؤلین وايي، چې ددغو کرل شووو کوکنارو د اړولو کمپاین یې هم پيل کړی دی.

د سیمیزو چارواکو په ويناء که څه هم سږ کال په بلخ کې د تېرو کالونه په څیر کوکنار نه دي کرل شوي خو ځینو کروندګرو په خپلو کورونو او باغونو کې په پټه کرلي دی.

په همدې حال کې د بلخ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي، چې د کوکنارو د له منځه وړلو په پار یې په دغه ولایت کې کمپاین پیل کړی دی.

ددې مدیریت عملیاتي آمر ملا خان میر طیب امریکا غږ ته وویل، چې د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین په مهال پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو کښت له منځه وړی دی.

ددغه چارواکي په وینا د خپل امیر فرمان عملي کولو ته ژمن دي او زیاته یې کړه، که یو لوېشت کوکنار هم کرل شوي وي؛ دوی به یې منځه ویسي.

خان میر وویل: " د بلخ ولایت په مختلقو ساحو د تاریاکو کښت چې شوی. خو دا چې زموږ د امیرالمونین له خوا منعه شوی. مونږ ينځوس جریبه ځمکه کوکنار تر اوسه په بلخ ولایت کې محوه کړي دي. او زموږ کمپاینونه دوام لري. په دې ولایت کې مونږ یوه لوېشت ځمکه هم نه پرېږدو، چې کوکنار په کې کرل شوي وي، مونږ یې محوه او نابود کوو.".

په ورته مهال کې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کروندګر وايي چې له دوی سره د کوکنارو د بدیل معیشت هیڅ راز مرستې نه دي شوي.

د کروندو په وینا د طالبانو له خوا د کوکنار په کښت له بندیز وروسته یې کوکنار نه دي کرلي خو وايي چې له دوی سره دې د بدیلو کښتونو مرسته وشي.

د چمتال ولسوالۍ د جرقلعه کلي یو د کوکنارو پخوانی کروندګر محمد غوث امریکا غږ ته وویل: "پروسږکال مې په یوه جریبه ځمکه کې تریاک کرلي و، خو سږ کال مې و نه کرل، د امیر المومنین حکم دی چې تاریاک بند دي. سږ کال مې هوږه کرلې او لږ مې تاریاک کرلي و چې اوس یې وباسم. خو مونږ له حکومت څخه کمک غواړو چې مونږ ته هېنجه وکري، تخمونه راکړي، کوډ راکړي. موږ غواړ چې د تاریاکو په بدل کې راسره حکومت مرسته وکړي.".

تیر کال د طالبانو مشر ملا هیبت الله د یو فرمان په ترڅ کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه خو له بلې خوا ډېری کروندګر شکایت کوي چې له دوی سره د کوکنارو بدیل کښتونو هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG