د لاس رسي وړ اتصالات

تېره اونۍ مو ۳۲۴ معتادین له بېلابېلو سیمو راټول کړي – د بلخ سیمه ایز چارواکي


تېره اونۍ مو ۳۲۴ معتادین له بېلابېلو سیمو راټول کړي – د بلخ سیمه ایز چارواکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

د بلخ د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د معتادینو د درملنې د برخې مسؤل جمعه خان وايي چې په تېره یوه اونۍ کې دغه مدیریت ۳۲۴ معتادین د بلخ د بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي او د معتادینو د درملنې کمپونو ته یې لېږلي دي.

د بلخ د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي چې ددغه ولایت د بېلابېلو سیمو څخه یې ۳۲۴ معتادین د درملنې په موخه راټول کړي دي.

ددغه ولایت له مخدره توکیو سره د مبارزې مدیریت د معتادینو د درملنې د برخې مسؤل جمعه خان وايي چې په تېره یوه اونۍ کې دغه مدیریت ۳۲۴ معتادین د بلخ د بېلابېلو سیمو څخه راټول کړي او د معتادینو د درملنې کمپونو ته یې لېږلي دي.

د طالبانو دغه سیمه ایز چارواکی زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې ددغه مدیریت لخوا د ۱۹۸ معتادینو درملنه شوې ده.

د نوموړي په خبره د بلخ د معتادینو د درملنې شخصي کمپونو کې اوس مهال د ۱۱۳۲ معتادینو درملنه روانه ده.

د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې مدیریت دغه چارواکي په وینا چې د معتادینو د بیا ځلې د روږدي کېدو اصلي علت فقر او بیکاري ده. د هغه په وینا که روغ شوي معتادینو ته کار ورکړل شي او دوی په کې بوخت وساتل شي نو په نشه یي توکیو به بیا ځلې روږدي نه شي.

بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې په لسګونو زره معتادین پکې شته او ددغه ولایت په مختلفو سیمو کې د کوکنار کر هم کیږي.

XS
SM
MD
LG