د لاس رسي وړ اتصالات

بچیانو مې راته ویلي وو چې یا به نشه پریږدې یا کور - روغ شوی معتاد 


بچیانو مې راته ویلي وو چې یا به نشه پریږدې یا کور - روغ شوی معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:05 0:00

ولي محمد چې له یو کال راهیسې یې نشه يي توکي پريښي دي وايي، د معتادۍ په مهال به یې اولادونو ورسره ښه چلند نه کاوه او زامنو به یې ورته ویل چې یا دې کور پریږدي او یا هم نشه يي توکي، خو ده د کور د پریښودو په ځای درملنه کړې ده او اوس روغ شوی دی. 

ولي محمد چې له یو کال راهیسې یې نشه يي توکي پريښي دي وايي، د معتادۍ په مهال به یې اولادونو ورسره ښه چلند نه کاوه او زامنو به یې ورته ویل چې یا دې کور پریږدي او یا هم نشه يي توکي، خو ده د کور د پریښودو په ځای درملنه کړې ده او اوس روغ شوی دی.

د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ دا اوسېدونکی دا هم وايي چې په نشو په لومړي ځل په ایران کې معتاد شوی او هلته د مزدورۍ لپاره تللی وو.

د هغه په خبره په ایران کې ناروغ شوی وو او ددې لپاره چې د بدن درد یې کم شي، نشه يي توکي به یې کارول. خو بیا پرې روږدی شو.

هغه زیاتوي پنځلس کاله یې نشه يي توکي لکه تاریاک، شیشه او پوډر کارولي دی.

دغه روغ شوی معتاد وايي یو کال مخکې یې زامنو ورته د نشه يي توکو د پريښودو په اړه جدي وویل او ده د مزارشریف ښار اړوند د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې خپله درملنه پیل کړه.

هغه وویل: "ایران کې معتاد شوم. چې کور ته راغلم، نور مې هم پسې ډېر کړه. زامن مې هم ایران کې وو. چې راغله ماته یې ویل کور ایله کوې که موږ کور ایله کو. بس داسې وضعیت مې خراب نشه به مې کوله. کور نه به ووتلم هر ځای به پروت وم هلته به مې نشه کول. کور به رانه پاتې و. زنده ګې به رانه پاتې وه، لمونځ رانه پاتې و، جومات رانه پاتې و. چې بېرته به راغلم دروازه به یې راپسې بنده کړې وه پرېښودم به یې نه. ما ویل سمه ده دې کمپ ته راځم او نور یې پریږدم."

ولی محمد وايي له یوه کال راهیسې یې نشه نه ده کړې او اوس له خپل ژوند څخه خوشاله دی. هغه وايي چې اوس یې په ټولنه کې خپل عزت بېرته ترلاسه کړی دی.

د ولي محمد په خبره اوس هم په میاشت کې یو ځل د معتادینو د درملنې دغه کمپ ته ددې لپاره راځي، چې له معتادینو سره مجلسونو وکړي. ځکه چې به بیا پرې اخته نه شي.

هغه وايي: "کمپ ته چې راغلم پرښودل مې. اوس په خپل ژوند پوه شوم. دغه کمپ ته چې اوس په میاشت یوه نیمه میاشت کې راځم ددې لپاره دا مریضانو ته وګورم عبرت ترېنه واخلم چې بیا زه نشه و نه کړم."

یو زیات شمېر په نشو روږدي شته چې کورنیو یې په ټولنې کې د خپل عزت د خوندې کولو په خاطر له کورونو شړلي دي چې بیا دغه روږدي د سړکونو په سر، هدېرو، او کنډوالو کې له سختو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG