د عبدالله عبدالله په زرګونو پلویانو د جوزا د میاشتې د ۲۴ ورځې په ټاکنو کې د شویو درغلیو په خلاف د کابل په ښار کې سوله ییز لاریون وکړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان د صدراعظم او د افغانستان د ولسمشر د تیرې اونۍ له تیلیفوني خبرو وروسته، اسلام اباد ته تللی.
اشرف غني احمدزي له خپل سیال عبدالله عبدلله غوښتي چې د ټاکنو په بهیر کې برخه واخلي او د کمیسیون سره پریکون پای ته ورسوي.
د ملي شورا د دوو مجلسونو له تصویب وروسته ولسمشر کرزي د پیسو سپینولو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو قانون توشیح کړ.
کرزي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل د استعفا پرېکړه ستایلې او هغه یې پر ځای او مسوولانه عمل گڼلی.
ولسمشر کرزی وایي، د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله د وړاندیز سره موافق دی چې ملگري ملتونه د انتخاباتو د بهیر په څارنه کې رول ولوبوي.
جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستان صدر اعظم نواز شریف په څه کم یوه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره په امنیتي مسلو تلیفوني خبرې کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د هیواد په یو شمیر سرحدي سیمو باندې د پاکستان له خاورې څخه د توغندیو بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.
ولسي جرګې د افغانستان د بانکي نظام پورې د تړولو د دوه جنجالي قوانینو نه یو قانون د چهار شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې تصویب کړ.
د هرات ولایتي امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ښار کې د هند په کونسلګرۍ د وسلوالو ډله ییز برید د اته ساعته جګړي وروسته پای ورسید.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي، د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو لپاره ۱۵ میلونه د رائیو پاڼې چاپ شوي او کابل ته راوړل شوي دي.
نورمحمد نور وایي، که د سه شنبې په ورځ د ټاکنیزو د شکایتونو کمیسیون پریکړه ونکړي، نو ګرانه به وي چې وروستۍ پایلې په ټاکلې نیټه اعلان شي.
افغانستان بانک د افغان پارلمان نه په وخت د پیسو د مینځلو د مخنیوي اود جرمونو نه د ترلاسه شوو عوایدو او دتروریزم د تمویل د مخنیوي د قوانینو د تصویب غوښتنه کوي.
افغان حکومت وايي چې اوس هم په دغه هیواد کې میشت بهرني ځواکونه په کندهار او هلمند کې شپږ پټ توقیف ځایونه لري .
د ثور په اتمه ۲۲ کاله وړاندې په همدې ورځ د ډاکټر نجیب الله رژیم ړنګ او د هغه د حکومت یو شمیر عالي رتبه چارواکو، واک د مجاهدینو یوې شورا ته وسپاره.
د جوزجان والایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې سېلاوونو لږترلږه ۴۳ تنه وژلي دي او په سلګونو کورونو ته زیان اړولې دی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون وایي چې د تیرې شنبې د ورځې د انتخاباتو قسمي پایلې به د شنبې په ورځ ددغه کمیسیون لخوا اعلان شي.
د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې آیسا هغو بهرنیو شرکتونو ته چې افغان حکومت ته مالیه نه ورکوي دحسابونو د تصفیه کولو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړی.
افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په سرینا هوټل برید په بهر کې ترتیب شوي وو چې هدف یې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون مخه نیول دي.
جمهورریس کرزي د ولسي جرګې غړی محمد یونس قانوني د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توګه نومولی دی.
نور پورته کول