د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې د میمني په بازار کې نن په یو ځانمرګي برید کې لږ ترلږه ۱۵ تنه وژل شوي او د ۲۷ تنو نه زیات ټپیان شوي دي.
یوې قومي جرګې چې د دوه کاندیدانو عبدالقیوم کرزي او ډاکټرزلمي رسول د یو ځای کیدلو هڅه یې کوله وایي چې هڅې یې ناکامه شوي دي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د کرزي او اوباما ترمنځ په خبرو کې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په باب خبرې نه دي شوي.
د افغانستان حکومت د سوداگرۍ د نړیوالې ټولنې د غړیتوب دپاره یو لړ مقدماتي کارونه کړیدي. د افغانستان تجارانو ته به د کراچۍ، بندرعباس او نورولارو نه ، ملک ته د مالونو وړل اسانه شي.
افغان کارپوهان وایي چې په دې کې هیڅ شک نشته چې دا کال د افغانانو لپاره یو ډیر مهم او سخت کال دی.
افغان حکومت وایي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د نظر اختلاف شته خو لا اوس هم دا دواړه هیوادونه سره ستراتژیک انډیولان دي .
د پنجشنبې په ورځ د ملي امنیت د ریاست د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه وشوه چې د چارواکو په وینا یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
جمهور رئیس حامد کرزی نن د یو لوړپوړي دولتي پلاوې په مشرۍ د نیلسن منډېلا د یاد په مراسمو کې د ګډون لپاره جنوبي افریقا ته لاړ.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون ماښام د جمهورریس حامد کرزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په هکله اوږدې ټليفوني خبرې وکړې.
د مشورتي لويې جرګې ریس صبغت الله مجددي وایي امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان په خیر دی.
د پښتو ژبې وتلی شاعراو لیکوال نصر الله حافظ د پنجشنې په شپه د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوی ده چې ډیر ژر د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی ملا برادر سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو خپلواکه کمیسیون وایي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتې بهیر په باب یي ټول ۶۰۰ شکایتونه ارزولي دي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن غرمه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په پنځه ورځني رسمي سفر لندن ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې که ملا برادر ازاد پریښودل شي نو هغه په افغانستان کې د سولې په ټنګیدلو ډیر څه کولی شي.
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون وایي چې ټاکل شوې ده چې نن د ورځې تر پایه به دا کمیسیون د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانود راروانوانتخاباتو داحتمالي کاندیدانو د نومونولمړنی لست اعلان کړي.
د لوګر ولایت ویاند وایي ارسلا جمال نن سهار ددې ولایت د مرکز پل عالم په یو جامع جومات کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو په وخت ووژل شو.
د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون وایي چې د دل آقا کوهدامني په نوم د جمهوري ریاست یو احتمالي کاندید له خوا چې دغه کمیسیون ته کوم اسناد برابر شوي وو پکښي قانوني نیمګړتیاوې وې.
د ملگرو ملتونو تحقيقات وايي چې سږ کال له بل هر وخت نه په افغانستان کې زیات کوکنار کرل شویدي.
د افغانستان ولسي جرگې د مطبوعاتو په قانون کې یو لړ بدلو نونه منظور کړیدي.
نور پورته کول