د ملگرو ملتونو تحقيقات وايي چې سږ کال له بل هر وخت نه په افغاستان کې زیات کوکنار کرل شویدي. ملگري ملتونه ددې کار ملامتي د افغانستان دحکومت په غاړه اچوي.
له بلې خوا د افغانستان حکومت وایي د کوکنارو د کرکیلې پر خالف مبارزې ته به دوام ورکړي او زیاتوي چې سږ کال اکثره کوکنار د ملک په ختیځو نا امنه سیمو کې کرل شویدي.
حکومت د خپلې مبارزې د ثبوت د پاره نن په کابل کې لس ټنه تریاک وسېزل.