ډبلیو ایف پي: واخان کې میندې د خپلو بچیانو لپاره د خوړو د سپما په خاطر پخپله پوره خواړه نخوري

واخان د افغانستان له ډیرو وروسته پاتو سیمو څخه دی چې یوازې سږکال ورته د بدخشان د ولایت د مرکزفیض اباد څخه یو خام سړک تیر شوی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې شاو وې لي د چین پر سرحد کې د بدخشان ولایت واخان ته د سفر وروسته ویلي چې په دغه سیمه کې خلک د خوراکي توکو د سخت کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۵ (وږي ۲۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې واخان ته د میرمن شاو وې لي د سفر یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې په کې د ډبلیو ایف پي مشرې ددغې سیمې د اوسیدونکو ستونزمن ژوند انځور کړی دی.

میرمن شاو وې لي ویلي: "میندو را ته وویل چې راټول شوي حاصلات به د ژمي ترنیمايي پورې د دوی بس شي. د ماشومانو نیاګانو راته وویل چې ددې لپاره چې لمسو ته یې خواړه ورسیږي هغوی پوره خواړه نه خوري".

د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د دفتر مشرې ویلي چې د افغانستان په نورو برخو کې هم کورنۍ ورته حال لرۍ.

میرمن شاو وې لي ویلي: "وضعیت د سخت حالت څخه ورهغه خوا ته دی. لوږه ددغو غرونو [واخان] هریو شاته په کمین کې ناسته ده".

واخان چې اوږد ژمي لري د بدخشان په ولایت یوه ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده چې د افغانستان او چین ترمنځ د شاوخوا ۹۰ کیلومتره اوږد سرحد ډیره برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې ویلي چې د واخان څخه د لیدنې پر مهال یې لیدلي چې خلکو د راروان ژمي لپاره چمتوالی نیوه. میرمن شاو وې لي ویلي چې په دې سیمه کې کورنۍ د کر کیلې لپاره کوچني پټي لري او ډیر کم څاروي ساتي.

هغې ویلي چې که څه هم دا سیمه ډیره زیاته طبیعي ښکلا لري خو په کې کاري فرصتونه د نشت په حساب دي او هلته هرڅوک د ژوندي پاتې کیدو په هڅو بوخت دي.

واخان د افغانستان له ډیرو وروسته پاتو سیمو څخه دی چې یوازې سږکال ورته د بدخشان د ولایت د مرکز فیض اباد څخه یو خام سړک تیر شوی دی. د شاوخوا سلو کیلو مترو ددغې سړک د جوړولو کار د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم پرمهال پیل شوی وو او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک جوړ شوی هم وو. طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړی وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په روانه میاشت کې یې کار بشپړ شو او افغانستان د ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښئلول شو.

همداشان په دغه سیمه کې روغتیايي خدمتونه هم ډیر کم دي او اکثره کورنۍ خپل ناروغان په ډیرو سختو لارو د فیض اباد روغتون ته انتقالوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې په واخان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت او ستونزو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دغه پروګرام څه موده دمخه ویلي چې د بودیجې د کمښت سره مخ شوی چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان کې یو میلیون امیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندو د پنځه کلنو څخه د کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ځوارځواکۍ ځانګړې خواړه نشي برابرولی.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې چې په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو د رسولو د پروګرامونو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۳.۰۶ میلیارده ډالرو بودیجه غوښتې وه، په داسې حال کې چې د دغه کال پای ته رسیدلو ته څلور میاشتې پاتې نړیوالې ټولنې ورته یوازې ۲۵ فیصده د غوښتل شوې بودیجې برابره کړې ده.