افغان میرمنې ملګرو ملتونو ته: پاکستان کې د کډوالو د نیولو او جبري شړلو مخه ونیسئ

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

د "امید د پنجرې غورځنګ" په نوم د افغان میرمنو یو خوځښت د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د پولیس له خوا د افغان کډوالو د نیولو د بهیر په دوام اندیښنه ښودلې او د ملګرو ملتونوڅخه یې غوښتي چې د افغانانو د ځورولو ددغې لړۍ د بندیدو لپاره دې اقدام وکړي.

د معترضو افغان میرمنو دغه خوځښت د یکشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو د اقداماتو په سختیدو زیات شمیر معترضې ښځې، بشري حقونو فعالان، خبریالان، د پخواني حکومت ملکي او نظامي کارکوونکي له پاکستان څخه د ایستلو د ګواښ سره مخ شوي دي.

په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو اوله دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.

دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویديوګانو کې هم لیدل کیږي چې په اسلام اباد کې پولیس د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کډوال نیسي او لویو موټرو ته یې پورته کوي. تراوسه لا دغه ویډیوګانو محتویات په خپلواک ډول نه دي تاېید شوي.

د "امید د پنجرې غورځنګ" په نوم دغه خوځښت په اعلامیه کې د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي: " د طالبانو د افراطي او تروریستي ډلې تر واک لاندې افغانستان ته د کډوالو د جبري ستنیدلو په صورت کې هغوی د شکنجې او قتل د ګواښ سره به مخامخ شي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د بشري حقونواو مدني ټولنې د فعالانو، ښځو حقونو فعالانو، خبریالانو، همجنسګریانو، د پخواني رژیم ملکي او پوځي کارکوونکو چې د امریکايي او یو شمیر نورو هیوادونو د پوځیانو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو په ګډون په سلګونو زره افغانان د طالبانو د غچ اخیستنې او ځورونې د اندیښنو له امله پاکستان ته کډه شوي دي.

اوس مهال اکثره دا ډول افغانان د امریکا، اروپايي هیوادونو او کاناډا ته د تللو لپاره د خپلو دوسیو ارزونې ته په تمه دي.

دغه خوځښت ویلي: " له ملګرو ملتونو، بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه زمونږ غوښتنه داده چې د کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره دې هرڅومره ژر چې کیږي اقدام وکړي."

د پاکستان د مرکزي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر په ۲۷مه (لیندۍ اوومه) وویل چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر د ۳۱مې نېټې څخه وروسته افغان کډوال نشي کولای چې د پولیسو د اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې واوسیږي.

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټی ای) پلويانو د خپل مشر او د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د تېرکال د نومبر پر ۲۴مه (ليندۍ ۴مه) احتجاج پيل کړ او اسلام اباد ته داخل شول.

هلته پوځ او پوليسو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی یې وشړل. پاکستاني مقامات ادعا کوي چې په دغه احتجاج کې یې لسګونه افغانان هم نیولي دي.

له دغې پېښې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو: "د دسمبر تر ۳۱مې (مرغومي ۱۱مې) وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد کې د اوسېدو اجازه نه وي. که څوک اوسېدل غواړي نو هغه به د ډپټي کميشنر له دفتر څخه اجازتنامه اخلي. د دې تفصيلات به تاسو ته وروسته د پوليسو مشر او کميشنر درکړي. موږ به دوی له هرې لارې خبروو خو دا پرېکړه شوې ده چې د دسمبر تر ۳۱مې نېټې وروسته به هېڅ افغان وګړي ته په اسلام اباد د اوسېدو اجازه نه وي."

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د حکومت له خوا اداره کیږي د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا پریکړه غندلې ده . دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کار نه دي د افغان کډوالو سره توپیري چلند وشي.

د بلې خوا په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم ویلي چې ددې مسلې په اړه پلټنې کوي او تراوسه یې لا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت څخه په دې اړه کوم رسمي سند نه دی ترلاسه کړی.

دغې کمیشنرۍ تیره میاشت په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې پاکستان باید د کډوالو په اړه د هرډول پریکړې څخه ډډه وکړي او له هغوی څخه ساتنې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په پاکستان کې میشت اکثره افغان کډوال ددغه هیواد قانون ته درناوی کوي او باید چې د هغوی وضعیت ته د بشري پلوه وکتل شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

په دې شمیر کې نږدې ۶۰۰ زره هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.

ددغو افغانانو اکثریت یې د پاکستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته تللي دي، خو په پاکستان کې د ویزو د تمدید په برخه کې د شتو ستونزو له امله یې خپلې ویزې نه دي تمدید کړي او د اوسیدو د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې ده. اکثره دا افغانان لویدیځو هیوادونو ته د تللو لپاره په اسلام اباد کې دیره دي.