د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پاکستاني پولیسو له خوا د سلګونو افغانانو په نیولو اندیښنه ښودلې ده


د طالبانو د حکومت د کډوالواو ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې پاکستاني پولیسو په تیرو څو ورځو کې په اسلام اباد کې تر اوسه ۸۰۰ افغانان نیولي او بندیان کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالواو ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې پاکستاني پولیسو په تیرو څو ورځو کې په اسلام اباد کې تر اوسه ۸۰۰ افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني صدراعظم د پلویانو د لاریونونو وروسته ددغه هیواد پولیسو د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ ته دوام ورکړی او په تیرو څو ورځو کې یې لږ ترلږه ۸۰۰ افغانان نیولي او په زندان کې اچولي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځم ( لیندۍ ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډسمیر درېیمې ( لېندۍ ۱۳) باندې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له خوا د مظاهرې له پای ته رسېدو وروسته، د دغه هېواد پولیسو اعلان وکړ چې افغان مهاجرینو هم په مظاهره کې برخه اخیستې وه او ځینې افغان کډوال ونیول شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نومبر ۲۷ (لیندۍ اوم) اعلان وکړ چې د روان کال د ډسمبر له میاشتې وروسته هېڅ افغان وګړی نه شي کولای له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې واوسي.

نقوي دا خبرې په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو د خواره واره کولو وروسته په یو خبري کنفرانس کې وکړي.

هغه وویل: "د ډسمبر له ۳۱مې نېټې وروسته هېڅ افغان له اجازتنامې پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدای.» هغه وویل چې اجازتنامه به د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) څخه اخیستل کېږي".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددغو څرګندونو وروسته په تیرو څو ورځو کې د اسلام اباد امنیتي ادارو په هغو سیمو کې چې افغان کډوال اوسېږي، د کډوالو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۸۰۰ افغانان نیولي او بندیان کړي دي.

دغه وزارت ویلي: " روانو پېښو ته په کتو د مهاجرینو د اتشې مسولین د اسلامي امارت د سفارت [طالبانو حکومت] په همکارۍ دا اعلان د ټویټر له لارې شریک کړی او هغه ادعا یې رد کړې چې ګنې مهاجرینو د پاکستان د تحریک انصاف په مظاهره کې برخه اخیستې وه، خو پولیس لا هم دوی ځوروي او نیولي یې دي".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې له پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې له افغان کډوالو څخه دې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو لپاره کار وانخلي. همدا راز په دغه اعلامیه کې په اسلام اباد کې د د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان په دسفارت کې د کډوالو د اتشې له مسولینو څخه هم غوښتل شوي چې د افغان کډوالو چارو کې د پاکستان کمېشنرۍ او ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت، سفران وزارت او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته په لیکلي ډول د بندیانو شمېرې ورکړي او د افغان مهاجرینو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه دې کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان کډوالو د خلاصون په موخه د اتشې دفتر د آزادو امنیتي حوزو له زندانونو څخه ډېر کډوال راخوشي کړي او د نورو مهاجرینو د خلاصون هڅې روانې دي.

د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه د پاکسیتاني چارواکو دغو څرګندونو ته دمخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د نومبر پر ۲۸ (ليندۍ اتم) رسنيو ته په استول شوي بيان کې پر دغه هېواد غږ کړی چې "د پناه غوښتونکو خوندیتوب" ته دوام وکړي.

يو این ایچ سي ار ويلي دي چې په اسلام اباد کې په راتلونکي کال کې پر افغانانو د بندیزونو د احتمالي تطبیق په اړه د رسنیو راپورونه څاري او د نورو جزیاتو ترلاسه کولو لپاره له حکومتي چارواکو سره په تماس کې دي.

دغه دفتر زياته کړې: "موږ په هغو ننګونو، په ځانګړې توګه له امنيت سره پر تړلو هغو، پوهیږو چې حکومت ورسره مخ دی. کډوال د نورو وګړو په څیر د پاکستان د قوانینو پابند دي."

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو او د اسنادو پرته ژوند کوي.

په دې شمیر کې نږدې ۶۰۰ زره هغه افغانان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته دغه هیواد ته ګډه شوي دي.

ددغو افغانانو اکثریت یې د پاکستان په قانوني ویزو دغه هیواد ته تللي دي، خو په پاکستان کې د ویزو د تمدید په برخه کې د شتو ستونزو له امله یې خپلې ویزې نه دي تمدید کړي او د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې ده. اکثره دا افغانان لودیځو هیوادونو ته د تللو لپاره په اسلانم اباد کې دیره دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG