خوړو نړیوال پروګرام: تیرو دریو میاشتو کې مو ۱.۲ میلیونو کسانو ته خواړه برابر کړي

ډبلیو ایف پي ویلي د بودیجې کمبود له امله یې په روان کال کې افغانستان کې یوازې په میاشت کې یو میلیونو کسانو ته مرسته برابره کړي او ۱۱ میلیونه نورچې په بیړني ډول مرستو ته اړتیا لري ورته مرستې نه دي برابرې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د "قحطۍ د مخنیوي لپاره د لوږې اټکل" ترنامه لاندې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلي جوي وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې دا ډول وړاندوینه د ملګرو ملتونو دغه پروګرام سره اړمنو افغانانو ته مخکې له دې چې لوږه هغوی وځپي د خوراکي توکو د برابرولو سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دغه راپور کې چې د اکتوبر د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې یې خپور کړی ویلي چې افغانستان په نړۍ کې شپږم هیواد دی چې د اقلیم د بدلون له اغیزو سره مخ دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت دغه پروګرام ټولنیز او اقتصادي پراخه شمیرنې راټولول د هغو سیمو په پیژندلو کې چې اوسیدونکي یې د سختې لوږې د حالت سره مخ دي مرسته کوي ترڅو د خوړو نړیوال پروګرام ډیرو زیاتو اړمنو ټولنو ته مخکې له دې چې هغوی څنډې ته ټیل وهل شي ملاتړ برابر کړي.

په دې راپور کې په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام د قحطۍ د پیښیدو دمخه د خبرداري د ډلې د مشرې ګبریلا لوز له قوله ویل شوي: "مونږ د دریو ربعو لپاره دا احتمال وینو چې ' لانینا' به په شمالي نیمه کره کې دوام ومومي، په دې معنی چې په افغانستان کې به په راروان ژمي کې د اوسط کچې د اورښت او واورې کچه کمه اوسي".

لانینا یو ځانګړی موسمي حالت او د اقلیم بدلون دی چې په کې د ارام سمندر د مرکزي او ختیځ استوا یوه برخه کې اوبه د عادي حالت څخه سړیږي. لانینا د ال نینو متضاد حالت دی. لانینا د هرو دریو څخه تر اوو کلنو کې پورې موده کې تکراریږي، چې ورسره د بحر اوبه سړیږي او د نړۍ پر اقلیم باندې اغیزه کوي چې له امله یې په نړۍ کې ځینې برخې د سختو طوپانونو او ځینې نورې برخې د وچکالۍ سره مخ کیږي.

د میرمن لوز له خوا ترتیب شوې نقشه ښيي چې د افغانستان په پراخه سیمو کې د اوسط کچې څخه د کم اورښت تمه کیږي په ځانګړي ډول ددغه هیواد په شمالي سیمو کې چې په دودیز ډول د غلې دانې او د غنمو د اصلي ګودام په توګه اهمیت لري.

میرمن لوز ویلي: "د لانینا منفي اغیزي د باران اورښت اغیزمنوي او پام وړ ډول د غنمو حاصلاتو ته زیان رسوي. دا په دې معنی ده چې په افغانستان کې را روان فصل کې به زیات شمیر خلک د لوږې د حالت سره مخ شي".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابیدو وروسته افغانانو سره د دغه بروګرام د مرستو له امله د لوږې حالت د بحران مخه ونیول شوه او د خوړو خوندیتوب وضعیت یو څه ښه شو. خو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دا لاسته راوړنې په نازک حالت کې دي او ۱۲.۴ میلیونه کسان چې د نفوسو درېیمه برخه جوړوي لا هم د لوږې حالت سره مخ دي، چې افغانستان په نړۍ کې د لوږې سره د مخ وګړو د شتون له امله یو د لوږې مخ حالت د ځایونو څخه دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دوه کاله دمخه ددغه پروګرام د مخکیني خبرداري ډلې یو ازمایښتي پروګرام د هغو سیمو د پيزندلو لپاره چې د لوږې او یا د قحطۍ د حالت سره مخ دي پیل کړي و. دا پروژه چې د فرانسې او اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ پیل شوې وه د خوړو نړیوال پروګرام سره په چټک ډول په سیمه ییزه کچه د خوړو د بحران پر وړاندې د غبرګون په برخه کې مرسته کړې وه.

دغه پروګرام ویلي چې هره میاشت په افغانستان کې په بازار کې د خوراکي توکو شتون او دا چې دغو توکو ته د کورنیو لاس رسی څنګه دی ارزونه کوي. همداشان په دې اړه هم معلومات راټولوي چې کورنۍ د خوراک لپاره کوم توکي کاروي او د اقتصادي ټکانونو سره څنګه مقابله کوي.

میرمن لوز ویلي: "دا مونږ ته ددې حس راکوي چې څنګه ټولنې وخت تیروي او څنګه د اقلیم، اقتصادي، پالیسي، لاس رسی او نور، ټکانونه او ناورینونه به د هغوی د خوړو خوندیتوب باندې اغیز وکړي".

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د کومو سیمو چې مخکې له مخکې د خبرداري د ډلې له خوا ددغه پروګرام سره یې په اړه معلومات شریک شوي شپږ ساحوي دفترونه لري چې په کې په بیړني ډول د ارزونې ټیمونه ځای پرځای شوي دي. دا ټیمونه د ټولنو سروې کوي او په دې باندې ځان پوه کوي چې که چیرې د سختې لوږې حالت د پیښیدو په حال کې دی او یا هم خراب حالت له وړاندې شتون لري.

دغه پروګرام ویلي: "په دې شاخصونو کې د کورنیو له خوا سوال او ګدايي ته مخه کول، د خپلو ځمکو او کورونو پلورل، د خوراکي توکو په بدل کې د څارویو پلورل، د خوړو په لټه کې د کورنیو کډه کول. کله کله دا هم په کې شاملیږي چې په ټولنه کې کورنۍ د ځانونو لپاره د ډودۍ د موندلو لپاره هڅې هم په دغو سختو شاخصونو کې شاملیږي".

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې هغه افغان میرمنې چې اکثره د خپلو کورنیو مشري په غاړه لري د لوږې د بحراني حالت څخه زیږیدلي کړاونه ګالي، او په پرله پسې ډول هغوی د وضعیت سره د مقابلې پر وړاندې د میکانیزم د خپلولو په برخه کې د کورنیو لومړني غړي دي لکه چې سوال کولو ته مخه کوي او یا هم خپل ماشومان کار ته استوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې دا ډول ارزونه دغه پروګرام سره مرسته کوي چې د وضعیت په اړه باخبره اوسي او کورنیو سره د خوړو د بیړني پروګرام له لارې د دریو میاشتو لپاره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونود خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بودیجې د ډیر زیات کمبود د بحران له امله دغه پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې په دې توانیدلی چې په افغانستان کې یوازې په میاشت کې یو میلیونو کسانو ته مرسته برابره کړي او ۱۱ میلیونه نورچې په بیړني ډول مرستو ته اړتیا لري پرته د مرستو د برابرولو پریږي. دغه پروګرام ویلي چې په تیرو وروستیو دریو میاشتو کې یې ۱.۲ میلیونو کسانو ته ددغه هیواد په ۵۰ هغو سیمو کې چې په کې د لوږې حالت موجود وو مرستې برابرې کړي دي.

همداشان دغه پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د زیات اورښت له امله د اپریل اومې میاشتو کې سیلابونه راووتل چې د خوړو نړیوال پروګرام ددغو سیلابونو له امله زیانمن شویو ۱۸۵ زره کسانو ته پرتین لرونکو بیسکټونو په ګډون خواړه او نغدې پیښې هم برابرې کړي دي.