د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایف پي: له هرو دریو افغان نجونو یوې یې د لومړنۍ دورې زده کړې نه دي بشپړی کړي


طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې مخ په زیاتیدونکي ډول بې وزلۍ ته په کتنې ویلي چې د بې وزلۍ له امله د هرو دریو نجونو څخه یوې یې د لومړنۍ دورې زده کړې نه دي بشپړې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۲۹( تلې اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي، چې ددغه پروګرام له خوا ښوونځیو کې ماشومانو ته د ناشتې برابرول په ښوونځیو کې د ماشومانو حاضرۍ سره مرسته کوي.

دغه پروګرام ویلي: " له هرو دریو افغان نجونو یوې یې لومړنۍ دورې کې زده کړې نه دي بشپړې کړې. افغان نجونې په ثانوي دوره کې پر زده کړو د بندیز سره مخ دي، خو د بې وزلۍ له امله ډیرې نجونې له زده کړو څخه پاتې کیږي. د خوړو د نړیوال پروګرام ښوونځیو کې ناشته هغوی په ټولګیو کې ساتي".

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو لپاره د بودیجې کمبود ته په اشارې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې د بودیجې کمبود او اقتصادي بحران افغانانو ته د خوراکي توکو د مرستو برابرولو څخه ترلاسه شوې لاس ته راوړنې د خطر سره مخ کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: " ډبلیو ایف پي یوازې یو میلیون لوږې سره مخ کسانو ته ملاتړ برابرولی شی او د بودیجې د کمبود له امله ۱۱ میلیونه نور مرستو ته اړمن کسان د خوړو بیړنۍ مرستې نشي ترلاسه کولی. ددې سربیره په داسې حال کې چې د خوارځواکۍ کچه خورا زیاته لوړه ده ، ۱.۴ میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خواړه نشي ترلاسه کولای ".

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون بحران څخه زیږیدلي ګواښونه او ننګونې په ټول دغه هیواد کې خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي دي.

دغه پروګرام ویلي چې د موسم نه اټکل کیدونکې شرایط اوس عادي شوي دي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال په پسرلي کې د سخت اورښت چې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو سبب شو یادونه کړې او ویلي دي چې ددغو سیلابونو له امله ډیر کلي په بشبړ ډول اوبو وړي دي، چې ورسره د ځینو اړمنو ټولنو چې له وړاندې زیانمن شوي وو بدیل معیشت هم له منځه تللی دی. دغه پروګرام ویلي چې دا سیلابونه د څو کلنو پرله پسې وچکالۍ وروسته راوتلي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې راپور کې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې زلزلو او هم په همدې میاشت کې له پاکستان څخه افغانستان ته په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ستنیدلو ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې د یوې خوا زلزلو په لودیځ افغانستان کې کلي ویجاړ کړي او د بلې خوا له پاکستان ته ستانه شوي کډوال تش لاس خپل هیواد ته ورغلي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: " ډیر ستانه شوي کډوال یو داسې هیواد ته چې ډیر لږ یې په اړه پوهیږي په داسې حال کې ستانه شوي چې هیڅ څه یې نلرل چیرته چې هغوی د ژوند د تیرولو او خپلو ماشومانوته د خوړو د برابرولو لپاره ډیر محدود فرصتونه په مخ کې لري".

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د ۶۱۷ میلیونو ډالرو د بودیجې د اړتیا یادونه کړې او ویلي دي چې دغو پیسو ته د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر میاشتې اړتیا ده. ډبلیو ایف پي ویلي چې په دغو پیسو به اړمنو افغانانو ته د خوړو د مرستو د برابرولو سربیره د راروان ژمي لپاره هم هغو سیمو کې چې په ژمي کې یې تګ راتګ لپاره لارې بندیږي له وړاندې ورته خواړه ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د اګست د تیرې میاشتې په نیمايي کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې یې چې په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو کومه بودیجه غوښتې وه، ددغې بودیجې یوازې ۲۵ فیصده یې ترلاسه کړې ده. ملګرو ملتونو د بودیجې د کمبود د اړتیا دا یادونه په داسې حال کې کړې چې د روان کال پای ته رسیدلو ته یوازې درې میاشتې پاتې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG