د لاس رسي وړ اتصالات

ملاله: د طالبانو جنسیتي تبعیض باید د بشریت ضد جرم وبلل شي


ملاله یوسفزۍ ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنست پر بنسټ توپیري چلند د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپیژني.
ملاله یوسفزۍ ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنست پر بنسټ توپیري چلند د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپیژني.

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د حقونو ملاتړې ملاله یوسفزۍ د کاناډا د صدراعظم سره د کتنې وروسته د نړیوالو مشرانو غوښتي چې د افغان نجونو د حقونوڅخه د ملاتړ لپاره دې د نجونو ترڅنګ ودریږي او طالبان دې د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب ورکولو ته چمتوکړي.

ملالې یوسفزۍ د دوشنبې د ورځې ناوخته سپتمبر ۲۳( تلې دوېیم ) د کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو سره د لیدنې وروسته د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه ددې کټنې د ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي چې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ توپیري چلند باید چې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپیژندل شي.

هغې ویلي: "ما نن د صدراعظم جسټن ټروډو په کتنه کې په بیړني ډول ددې اړتیا په تړاو خبرې وکړې چې نړیوال مشران د افغان نجونو د حقونو لپاره ودریږي او طالبان د خپلو کړنو پر وړاندې ځواب ورکړي. د هغوی [طالبانو] د جنسیت پر بنسټ څپونکی سیستم باید چې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه وپیژندل شي."

کاناډا صدراعظم هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د ملالې یوسفزۍ سره د خپلې کتنې لنډه ویډیو خپره کړې او ویلي دي چې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ژوند د ښه کدو په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره کمپاین پرمخ وړي چې حکومتونه په دې برخه کې په چټک ډول ګامونه واخلي.

ملالې یوسفزۍ د کاناډا د صدراعظم سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د جنست پر بنسټ د کړنو د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د پیژندلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګرو عمومي منشي انیونیوګوتیرش د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان په راتلونکې کې د افغان میرمنو د ګډون تر نامه لاندې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې نجونې او میرمنې تر ډیره حده په کورونو کې دننه پاتې کیدو پورې محدودې شوي چې تعلیم او کار کولو ته هیڅ لاسرسی نلري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل چې په افغانستان کې حتی ښځې او نجونې په عامو ځایونو کې د خپل غږ د اوچتولو څخه هم منع شوي دي.

هغه په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون توشیح ته په اشارې وویل: "د طالبانو حکومت چې تیره میاشت کوم قانون تصویب کړد ژوند په ټولو برخو کې په بنسټیز ډول د ښځو او نجونو حذفول یې رسمي کړي دي."

د ملګرو ملتونو مشر زیاته کړه: " ډیرې افغان میرمنې د ناهیلۍ او په تیارو کې د ژوند کولو خبرې کوي. هغوي تل د سزا لیدو څخه ویره لري، او په خاموشۍ او تیارو کې ګرځي راګرځي."

هغه وویل چې نړیواله ټولنه د افغان میرمنو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده. هغه له طالبانو وغوښتل چې هغه قوانین دې لغوه کړي چې په کط ښځې له پامه غورځول شوي دي او هغوی د انزوا او ناهیلې سره مخ کوي.

دمخه تر دې د اروپا پارلمان هم په یو پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د "جنسیتي اپارتاید" په رسمیت پېژندلو او پر طالبانو باندې د نورو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې وه.

د اروپا د پارلمان په پرېکړه لیک کې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوي قانون کې پر ښځو باندې د جنسیت پر بنسټ "ظالمانه محدودیتونه" غندل شوي او له اروپايي هېوادونو غوښتنه شوې چې جنسیتي اپارتاید ته ورته دا وضعیت د بشریت په خلاف جنایت وګڼي.

خو طالبانو په پرله پسې ډول د خپلو سختو قوانینو د پلي کولو څخه دفاع کړې ده او پر دغوقوانینو باندې انتقاد کوونکي یې د اسلام د دین څخه په ناخبرۍ تورن کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تیره اونۍ کابل کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال د امربالمعروف نوي قانون ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د یوناما د مشرې روزاوتنبایوا غبرګونونو ته په اشارې وویل چې په افغانستان کې ښځې ددغه قانون د تطبیق یا په تطبیق کیدو سره کومو ستونزو سره نه دي مخ شوي.

امیرخان متقي وویل چې ددغه قانون سره د ټولو مسایلو تړاو ورکول ښه کار نه دی.

هغه وویل: "د امربالمعروف قوانین چې ملګري ملتونه او یوناما یې په پرله پسې ډول پورته پورته کوي مونږ او تاسو عملا وینو چې د افغانستان خلک او زمونږ خویندې په کابل او په نورو ولایتونو کې د کوم جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي او په اړه چې هر وضاحت په خپل وخت د اړوند وزارت له خوا ورکړل شوی دی. زه بیا هم وایم چې د ټولو موضوعاتو ربط ورکول دغه نوي قانون سره ښه کار نه دی".

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون چې څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري د جولاې د میاشتې په ۳۱ مه توشیح کړی او د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د سپټمبر ۱۸( وږي ۲۸مه) د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه غونډه کې ددغه هیواد پر وضعیت او په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په پلي کیدو ژوره اندیښنه وښودله.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا دې غونډې ته وویل چې په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو د حکومت سره د تعامل لپاره هڅې کوي د طالبانو د حکومت پریکړې په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په نافذولو سره د "واقعي تعامل پر وړاندې" یو منفي پیغام ځان سره لري چې د میرمن اوتنبایوا د وینا پراساس له پامه نشي غورځیدلی.

د یوناما مشرې وویل چې دا پرېکړې د طالبانو او نړۍ ترمنځ واټن پیدا کوي او په خبره یې طالبان د دې په ځای چې د افغانستان د خلکو ستونزو ته پام وکړي،‌ "شدیدې تګلارې پلي کوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG