د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: هرڅوک که زمونږ پر قوانینو انتقاد وکړي، محکمو ته به معرفي شي


د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت ویلي ددغه حکومت له خوا توشیح شوي قوانین سلو په سلو کې شرعي دي او هیڅوک ددې حق نلري چې په رسنیو او نورو عامو غونډو کې ددغو قوانینو مخالفت وکړي.
د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت ویلي ددغه حکومت له خوا توشیح شوي قوانین سلو په سلو کې شرعي دي او هیڅوک ددې حق نلري چې په رسنیو او نورو عامو غونډو کې ددغو قوانینو مخالفت وکړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په توشیح کولو په نړیواله کچه پردغه قانون باندې د انتقادونو وروسته د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې که هرڅوک د شرعي قوانینوسره مخالفت وکړي محکمو ته به معرفي شي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۱۲( وږي ۲۲مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ددغه حکومت له خوا توشیح شوي قوانین سلو په سلو کې شرعي قوانین دي او هیڅوک ددې حق نلري چې په رسنیو او نورو عامو غونډو کې ددغو قوانینو مخالفت وکړي.

دغه وزارت ویلي چې پر توشیح شوي قوانینو باندې انتقاد د طالبانو حکومت " پر شریعت باندې د نیوکې" په توګه شمیري او د منتقدانو سره به جدي چلند څخه کار واخیستل شي.

د عدلیې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: " که وروسته له دې څوک په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت [طالبانو حکومت]د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي نو له شرعي چلند سره مخ‌ کېږي او محکمو ته معرفي کېږي".

طالبانو خپلو توشیح شویو قوانینو باندې انتقادکوونکو ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په دې نږدې اونیو کې ددغې ډلې د مشر له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر توشیح شوی قانون په کور دننه او نړیواله کچه د سختو نیوکو او انتقادونو سره مخ شوی دی.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د جولاې په ۳۱ د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په رسمي جریده کې خپور کړی دی. ددغه قانون له مخې ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

د ملګرو ملتونو او یو شمیرهیوادونو په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې د طالبانو له خوا ددغه قانون ته په غبرګونونو کې دا قانون غندلی او اندیښنه یې ښودلې چې دا قانون به په دغه هیواد کې د خلکو په ځانګړي ډول پر ښځو باندې د لا محدودیتونو د لګیدو سبب شي. دغو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو ژر ترژره ددغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک د دغه قانون د غندنې په ترڅ کې د طالبانو وغوښتل چې دا قانون دې څومره ژر چې کیږي لغوه کړي.

ولکر ترک د سپتمبر نهمه (وږي ۱۹مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډې کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو وروستیو سختو اقداماتو د افغانستان پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی او دغه هېواد یې "له انزوا، درد او ډېر کړاو" سره مخ کړی دی.

هغه وویل چې د ښځو او نجونو په زده کړو او سوله ایزو غونډو د بندیزونو تر څنګ، دا قانون نور محدودیتونه "د ښځو حقونه په جدي توګه سلب" کوي.

ولکرترک وویل هغو ښځو چې د دغو قوانینو په اړه یې غبرګون ښودلی دی او غږ پورته کړی دی، له «سختو مجازاتو» سره مخامخ شوي، هغه وویل چې "فکر کوي د افغانستان د ښځو لپاره نور څه په انتظار کې" دي.

طالبانو حکومت ددغو نیوکو په غبرګون کې ویلي چې که چیرې کوم غیر مسلمان پر دغه قانون باندې خپل نظر څرګندوي یا ورباندې نیوکه کوي باید چې لومړی خپل ځان د اسلامي قوانینو څخه خبر کړي او اسلامي ارزښتونو ته دې درناوی وکړي.

د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې سختې کړنلارې پلي کړي اود دغو کړنلارو د پلي کیدو پرمهال یې دمدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سلګونو ښځینه فعالانو په ګډون زیات شمیر فعالان او د بشري حقونو مدافعان نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG