ملګري ملتونه: د بودیجې د کموالي له کبله نور ۱۱ میلیون اړمنو افغانانو ته مرستې نه شو برابرولای

ډبلیو ایف پي ویلي چې د ۱۱ میلیونو کسانو سربیره له دې وروسته به په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه میندې او ماشومان هم ددغه پروګرام له خوا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم ترلاسه نشي کړای.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمي له امله دغه پروګرام د ۱۲ میلیون اړمنو افغانانو له ډلې یوازې یو میلیون کسانو ته مرسته برابرولی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د سه شنبې په ورځ د اکتوبر اتم ( تلې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې ددغو ۱۱ میلیون کسانو سربیره له دې وروسته په افغانستان کې ۱.۴ میلیون میندې او ماشومان به ددغه پروګرام له خوا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم ترلاسه نشي کړای.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ویلي: "خوړو نړیوال پروګرام یوازې د لوږې سره مخ یو میلیون کسانو ته حمایت برابرولی شي، مرستو ته اړ ۱۱ میلیون کسان له مرستو بې برخې پاتې کیږي، چې د بودیجې د کمبود له امله هغوی د خوړو بیړنۍ مرستې نشي ترلاسه کولای. ددې سربیره ۱.۴ میلیون میندې او ماشومان هم له دې وروسته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي شوي خواړه نشي ترلاسه کولای."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزو له امله د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې د میاشتو اورښت وروسته د سیلابونو او د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې د زلزلو له امله مصیبت ځپلو او هم له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر یادونه کړې او ویلي دي چې زیات شمیر کډوال تش لاس داسې هیواد ته چې په اړه یې ډیر کم پوهیږي او خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ډیر کم فرصتونه لري، ستانه شوي دي.

ډبلیو اف پي د اکتوبر په شپږم ( تلې ۱۵) ویلي چې د روان کال په اوږدو کې یې نږدې څلورو میلیون اړمنو افغانانو ته چې نږدې نیمايي یې ښځې دي نغدې مرستې برابرې کړي دي. دغه ادارې ویلي چې د نغدو پیسو مرستې کورنیو ته دا توان ورکوي چې پیسې د خپلو اړتیاو له مخې مصرف کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر میاشتې ۶۱۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته د خپلو پروګرامونو د وام لپاره اړتیا لري چې ددې ترڅنګ به پر دغو پیسو هغو سیمو کې هم خواړه ځای پرځای کړي چې د ژمي په موسم کې د واورو له امله یې لارې بندیږي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو دغه پروګرام ویلي و چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي او د هر څلور و تنو څخه یو یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل ته خواړه به له کوم ځای برابر کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې دغه پروګرام په بیړني حالاتو کې د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره اړمنو کسانو ته خواړه او نغدې پیسې برابروي. خو دغه پروګرام زیاته کړې چې د لوږې له منځه وړلو لپاره په کار دي چې پر خلکو باندې پانګونه وشي ترڅو هغوی پر خپلو پښو ودریږي.

د خوړو نړیوال پرګرام په دې برخه کې د اوبخور لپاره د اوبو کانالونو جوړول پر خپلو پښو د خلکو په دریدلو کې د بیلګې په توګه یاد کړي دي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د اوبخور لپاره د کانالونو جوړیدل به د وچکالۍ اوهم د سیلابونو د راوتلو د زیانونو څخه د مخنیوي په برخو کې خلکو سره مرسته وکړي.