ملګري ملتونه: افغانستان لا هم په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ هیواد په توګه پاتې

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې د محدودیتونو شتون او د اقلیم د بدلون اغیزو خوړو ته د خلکو پر لاس رسي باندې ډیره زیاته اغیزه کړې او دا هیواد لا هم په نړۍ کې د لوږې سره مخ یو هیواد په توګه پاتې دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ۵۰۰ زرو څخه زیات افغان ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه پروګرام ویلي: " د خوړو نړیوال پروګرام د ښوونځیو ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو په ګډون میلیونونو افغانانو ته د ملاتړ برابرولو لپاره کار کوي."

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د اړمنو افغانانو د بشري وضعیت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دغې ادارې کې د بیړني حالت د څانګې مشرې پاولین ایلوف د جنورۍ دویم (مرغومې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې د بودیجې د کمښت له امله به په روان ۲۰۲۵ کال کې دا پروګرام د ۱۴ میلیونو مرستې ته د اړمنو افغانانو له ډلې یوازې اوو میلیونو ته د افغانستان په مختلفو سیمو کې خواړه برابر کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې پاولین ایلوف ویلي چې دا پروګرام له هرو دوو کورنیو څخه چې د خوړو مرستو ته اړتیا لري د یوې کورنۍ ته به یې مرسته برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د معلوماتو پر اساس بشري مرستو ته اړمنې کورنۍ د مرستو نه ترلاسه کولو په صورت کې خپلو ماشومانو ته خواړه نشي برابرولی او یا هم په روان ژمي کې خپلې خونې نه شي ګرمولی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې د وینا له مخې افغانان به سږکال یو سوړ ژمی په مخ کې ولري او د درنو واورو اورښت به ډیرو سیمو ته د تګ راتګ لارې هم بندې کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د بیړني حالت د څانګې مشرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره دې دغه هیواد سره مالي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونود خوړو نړیوال پروګرام په تیرو دوو کلنو کې د لازمې بودیجې د نه ترلاسه کولو له امله اړمنو افغانانو سره د خوراکي توکود ویشلو د پروګرام له لارې مرستې بندې کیدو ته اړ شوی دی. ډبلیو ایف پي په ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله لس میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو مرستې بندې کړې وې.

ملګرو ملتونو په تیر ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، چې د دغه کال د اکتوبر تر میاشتې یې شاوخوا یو میلیارد ډالر ترلاسه کړي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو لپاره پروګرام ترتیب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

افغانانو ته د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي

ملګري ملتونو ویلي چې د ښځو په ګډون د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د بې وزلې او لوږې سره مخ دي. اوچا ویلي چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیوب سره مخ دي او ۱۴.۳ میلیونه ډیرو محدودو روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري. د اوچا د معلوماتو پراساس ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان قوي مغذي خوړو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي چې په را روان ۲۰۲۵ کال کې د ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو له ډلې ملګرو ملتونو د ۱۶.۸ میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي.

اوچا ویلي چې د تیرکال په څیر به دا مرستې تر ډیره د خوړو د برابرولو، روغتیا او د ماشومانو او میندو لپاره د مرستو د برابرولو په پروګرامونو په مصرف ورسیږي.