د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي چې په افغانستان کې هره ورځ ۷۰۰ زرو ماشومانو ته په ښوونځیو کې ناشته برابروي، چې د هغوی سره ښوونځیو ته په حاضریدو او زده کړو کې مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴(لیندۍ ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال دا پروګرام د افغانستان په ۷۰۰ لومړینو او ۹۰۰ کلیوالو ښوونځیو کې ۱۵۰ زرو څخه زیانو نجونو او هلکانو سره د خوړو د برابرولو د پروګرام له لارې مرستې کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي: "زده کوونکي هره ورځ د خپلې لومړۍ تفریح پر مهال قوي مغزي ناشته ترلاسه کوي او هم نجونې د قوي نباتي غوړیو خپل میاشتنی راشن چې د هغوی ټولو کورنیو ته یې ګټه رسیږي ترلاسه کوي".
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې دا مرسته په ښوونځیو کې د نجونو د حاضریدو سره ډیره مرسته کوي او هغه کورنۍ چې ښوونځیو ته د خپلو لوڼو د استولو په برخه کې زړه نا زړه دي هڅول کیږي چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.
د خوړو نړیوال پروګرام تیرکال په افغانستان کې د ښوونځیو نجونو زده کوونکو ته د نباتي غوړیو د ویشلو دا پروګرام د بل ګيټس او ملیندا ګیټس د بنسټ په ملاتړ په څو ښوونځیو کې د زده کوونکو د میندو او پلرونو د روغتیا ته د ملاتړ د برابرولو په نیت پیل کړی وو.
په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ننګرهار په ولایت کې د "شهید عبدالجبار" په نوم د یو لومړني ښوونځي چې ددغه پروګرام له لارې ۹۰۰ نجونې او ۸۰۰ هلکان په کې هره ورځ سهار دغسې ناشته ترلاسه کوي یادونه کړې او ددغې ناشته اغیز یې د زده کړونکو پر زده کړو مهم ګڼلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مې تر میاشتې د ښځینه او نارینه پوهنې د کارکوونکو، ښوونکو او د زده کوونکو د کورنیو غړو سره تغذيي په اهمیت باندې د کورنیو د پوهاوي لپاره د ۱۶ زره ښوونکو، ۱۳ زره د زده کوونکو د کورنیو غړو په ګډون د ۳۰ زره لویانو سره دغسې غونډې جوړې کړي دي. په دې غونډو کې پر امیدواره میندو باندې د تغذۍ د اغیزو په اړه ډاکټران او روغتیايي کارکوونکې کورنیو ته معلومات ورکوي.
د خوړو نړیوال بروګرام وايي چې ددې سربیره ۲۰۰ زره ماشومانو ته یې داسې کتابچې ویشلي چې په کې ماشومانو ته د واکسین د تطبیق او روغتیايي خدمتونو په تړاو پیغامونو ته ځای ورکړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې ویلي چې په افغانستان کې په ښوونځیو کې ماشومانو ته د خوړو د برابرولو د پرګرام څخه د لومړنیو ښوونځیو میلیونونه ماشومان ګټه اخلي. ددې پروګرام د معلوماتو پر اساس یوازې په تیر ۲۰۲۳ کال کې ۱.۵ میلیونو نجونو او هلکانو ته په لسو ولایتونو کې سهارنۍ ناشته او د هغوی کورنیو ته خواړه برابر شوي وو. د خوړو نړیوال پروګرام سره ددې مرستې په برابرولو کې د بل ګيټس او ملیندا ګیټس د بنسټ سربیره اسټرالیا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، جاپان او د جنوبي کوریا هیوادونو مالي ملاتړ برابر کړی و.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په ښوونځیو کې ماشومانو ته د خوړو د برابرولو د پروګرام په اړه دا راپور په داسې حال کې ورکړی، افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې ډیرې کمې شوي دي. د مرستو د کمیدو وروسته د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون د ملګرو ملتونو څو ادارو افغانانو ته د بشري مرستو د چمتو کولو ځینې پروګرامونه یا بند کړي او یا یې هم ډیر محدود کړي دي.
ملګرو ملتونو د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه په افغانستان کې ۱۷.۳ میلیون اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجې د برابرولو غوښتنه کړې وه، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچاح ویلبي چې نړیوالې ټولنې د روان کال د سپټمبر د میاشتې تر پایه ددغې بودیجې نږدې یو میلیارد ډالربرابر کړي دي.
ملګري ملتونو ویلي و چې په روان کال کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو ملګرو ملتونو ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو وګړو سره د مرستې پروګرام ترتیب کړی دی.
خو د بودیجې د کمښت وروسته د ملګرو ملتونو له خوا افغانانو ته د خوړو د مرستو د ویشلو د بهیر د محدودیدو ترڅنګ د روغتیا په سکټور کې هم مرستې کمې شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویلي چې د بودیجې د کمبود وروسته په افغانستان کې ۱۸۰ روغتیايي ثابت او ګرځنده مرکزونه چې ۲.۱ میلیون کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه برابرول تړل شوي دي او هم ۱۵۰ روغتیايي ټیمونه چې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو درملنه یې کوله هم خپل فعالیت درولی دی.
فورم \ دبحث خونه