په البانیا کې د افغان میرمنو د یوې لویې غونډې د پای ته رسیدو سره هممهاله د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې افغان میرمنې د افغانستان په دننه او بهر کې د طالبانو د ۹۰مې لسیزې د افراطي سیاستونو پر وړاندې د تنظیم کېدو په حال کې دي.
رینا امیري د سه شنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۱۷( وږي ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي چې افغان میرمنې او نجونې به هیڅکله د طالبانو افراطي سیاستونو ته تسلیمې نشي.
میرمن امیري لیکلي: " په داسې حال کې چې طالبان د جنسي ځورونې تګلارو ته دوام ورکوي او د ۹۰ لسیزې افراطي تګلارو ته ورستنیږي، افغان میرمنې په هیواد دننه او بهر کې په بیلابیلو ځایونو کې راټولیږي ترڅو وښيي چې دوی د خپلو حقونو په دفاع کې، زموږ نه حساب غواړي".
تیره اونۍ د سپټمبر په ۱۱ ( وږي ۲۱) د البانیا په پایتخت تیرانا کې د افغان میرمنو یو لویه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د افغانستان د تیر حکومت یو شمېر ښځینه چارواکو، د ښځو او بشري حقونو فعالانو، ښځینه خبریالانو او د افغانستان د ټولنې د بیلابیلو برخو استازو ګډون کړی وو.
د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ چې یوه غیرحکومتي اداره ده د البانیا د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا یې ددې درې ورځنۍ غونډې، چې " د ښځو د غونډې" تر نامه لاندې جوړه شوې وه او د نړۍ د بیلابیلو برخو څخه تر ۱۳۰ پورې افغان میرمنو په کې ګډون کړی وو، بندوبست کړی وو.
په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره هغه افغانې میرمنې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه وتلو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کولو ته اړې شوې، تر يو چت لاندې راټولې شوې وې.
ددې غونډې د جوړیدو یو هدف ګډونوالو ته د دې فرصت برابرول وو چې له یو بل سره خبرې اترې وکړي او په غونډه کې د اروپايي هېوادونو او امریکا له لوړ پوړو چارواکو سره خپل د نظر تبادله کړي.
رینا امیري چې ددغې غوڼدې یوه ګډونواله وه په خپلو خبرو کې د افغان میرمنو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ژمنو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغان میرمنې په یو سخت وخت کې "د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو له لاسه ورکولو په حال کې" دي.
میرمن امیري ددې غوڼډې په اړه د ایکس په خپله پاڼه کې لیکلي: "دا مشرانې به لاس په سر نشي او موږ باید په هره پایتخت کې په کلکه د دوی سره ودریږو، او د دوی د الهام بخښونکي زړورتیا په ملاتړ کې د ' ټولو وسیلو تګلاره' وکاروو".
همداشان میرمن امیري ویلي چې د ښځو د غورځنګ مشرانې چې په ګن شمیر کې دي ټولې د یوه داسې افغانستان د ملاتړ لپاره یوموټی لیدلوری لري چې په کښې د افغانانو حقونو ته درناوی کیږي.
میرمن امیري لیکلي: " د دوی مبارزه به د ښځو د حقونو لپاره نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې په هر ځای کې اغېزې ولري".
په البانیا کې په ګڼ شیمر د افغان میرمنود راټولیدو لپاره د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا په افغانستان کې تازه د امربالامعروف او نهی عن المنکر نوي قانون د توشیح شوی دی. ددې قانون توشیح پر افغانانو او په ځانګړي ډول ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه نور هم زیات کړي دي.
دغه قانون چې څلور فصله او ۳۵ مادې لري د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) په رسمي جریده کې خپریدو وروسته په افغانستان کې نافذ شوی دي.
د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.
ددغه قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ ویل یې هم عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.
پر دغه قانون باندې د نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د نړیوالو او افغان بنسټونو د پرله پسې انتقادونو وروسته د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغوی چې پر دغه قانون په تلویزیوني خپرونو او عامو غونډو کې انتقادونه کوي د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي او محکمې ته وسپارل شي.
د عدلیې وزارت د سپټمبر۱۲( وږي ۲۲مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: " که وروسته له دې څوک په رسنيو او يا په نورو مجالسو کې د اسلامي امارت [طالبانو حکومت]د تقنیني سندونو مخالفت کوي او پر هغو باندې د تخریب په موخه او یا هم د عناد په اساس نیوکه کوي نو له شرعي چلند سره مخ کېږي او محکمو ته معرفي کېږي".
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې دریو کلنو کې سختې کړنلارې پلي کړي اود دغو کړنلارو د پلي کیدو پرمهال یې دمدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سلګونو ښځینه فعالانو په ګډون زیات شمیر فعالان او د بشري حقونو مدافعان نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.