د لاس رسي وړ اتصالات

په البانیا کې د ښځو د یووالي په هدف د افغان ښځو ستره غونډه جوړه شوه


 البانیا په تیرانا ښار کې د افغان ښځو لومړۍ لویه غونډه - عکس: د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ
البانیا په تیرانا ښار کې د افغان ښځو لومړۍ لویه غونډه - عکس: د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ

د البانیا تیرانا ښار د افغان ښځو د لومړۍ لویې غونډې کوربه دی چې د بشري حقونو فعالانو، د افغان حکومت پخوانیو چارواکو، ژورنالیستانو او د ټولنې د نورو برخو ښځو په کې ګډون کړی.

د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ، چې یو غیر انتفاعي بنسټ دی، د "ښځو غونډه" تر نامه لاندې د دې درې ورځنۍ غونډې کوربه دی، چې تر ۱۳۰ ډېرو افغان مېرمنو پکې ګډون کړی دی.

دغه غونډه چې پرون پيل شوه، د لومړي ځل لپاره هغه افغانې ښځې چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه وتلو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کولو ته اړې شوې، تر يو چت لاندې راټولې کړې دي.

د دغې غونډې اجنډا دغو ښځو ته د دې فرصت برابرول وو چې له یو بل سره خبرې اترې وکړي او په دې غونډه کې د اروپايي هېوادونو او امریکا له لوړ پوړو چارواکو سره د نظر تبادله وکړي.

د دغې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۱ د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري په خپلو خبرو کې د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د متحده ایالاتو د ژمنو یادونه وکړه او ویې ویل چې افغان میرمنې په یو سخت وخت کې "د خپلو شل کلنو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو په حال کې" دي.

د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري

رینا اميري د ښځو په وړاندې د طالبانو د حکومت پر دريځ او پر هغوى د بنديزونو په لګولو نيوکه وکړه او ويې ويل: "د طالبانو ايډيالوژي د افغانانو نظريه نه ده."

د ښځو د حقونو فعالې او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ښځو پر وړاندې د خپلو کړنو او د بشري حقونو د سرغړونو مسوول وګڼل شي، کوفي وویل چې په دې درې ورځنۍ غونډه کې به "ښځې پداسې چلند خبرې او نظر تبادله کړي چې دغه خنثی وضعیت بدل کړي" تر څو د ښځو وضعیت ته چې د طالبانو د حکومت په واکمنۍ کې له ټولنې حذف شوي، رسیدکي وشي.

د البانیا د حکومت د بهرنیو چارو او اروپایي چارو وزیرې اګلي حسني په خپله وینا کې د افغان ښځو د "غیر معمولي مبارزې او مقاومت" ستاینه وکړه. حسني وویل چې البانیا د هغو حقونو د ترلاسه کولو لپآره د افغان میرمنو په مبارزه کې چې "د طالبانو حکومت له دوی څخه اخیستي دي" د هغوی د ملاتړ لپاره خپله ژمنه اعلانوي.

په دې مراسمو کې د افغانستان نامتو هنرمندې الهه سرور خپله سندره چې د "ښځې، کار ازادي" په شعار یې جوړه کړې وه وړاندې کړه او په غونډه کې شاملو مېرمنو هم ورسره غږ بدرګه کړ.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار د دې غونډې د جوړیدو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو ترمنځ دا ډول غونډې مهمې دي او په وینا یې "د افغانستان ښځې د یو داسې سیاسي ځواک د جوړولو په حال کې دي چې کړلای شي نه یوازې طالبان بلکې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د خپلو ژمنو مسوول بولي."

دا غونډه چې ټاکل شوې سبا جمعه په البانیا کې پای ته ورسېږي، په داسې حال کې جوړېږي چې تېره میاشت د طالبانو د حکومت له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کېدل په ټوله نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

د ښځو د حقونو فعالان وايي، د دغه قانون پلي کېدل په افغانستان کې له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ حذف کولو لامل کېږي. د طالبانو حکومت د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا قانون د شرعي احکامو پر بنسټ وړاندیز شوی او د دې قانون هر ډول غندنه او محکومول ګستاخي ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG