د لاس رسي وړ اتصالات

ترک: د طالبانو نوي قوانین ناوړه دي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د طالبانو نوي قوانین ناوړه او غوصه پاروونکي بللي او ویلي دي چې دا قوانین ښځې له خپلو بشري حقونو څخه محروموي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ سپتمبر نهمه (سنبله۱۹) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډې کې په دې اړه «غوصه» څرګنده کړه.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۱(زمری۳۱) وویل چې د دغې ډلې مشر هبت الله اخندزاده د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» لپاره نوی قانون توشیح کړی او اوس په ټول افغانستان کې کې نافذ دی.

طالبان وايي چې دا قانون د «احتساب او ادابو اصولو» په اړه دی او هدف یې «د منکراتو څخه منع کېدل او له ګناه څخه ځان ساتل» دي. په دغه قانون کې ویل شوي دي چې «د ښځې د ټول بدن پټول لازمي دي او د فتنې څخه د مخنیوي لپاره د ښځې د مخ پټول ضروري» دي.

همدغه راز په دغه قانون کې د ښځو غږ، که تلاوت او نعت خواني هم وي، په عمومي ډول منع شوی او د ښځو لوړ غږ «عورت» ګڼل شوی.

د نړیوالو بشري حقونو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د دغه قانون د انفاذ په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

ولکر ترک ویلي دي چې د ښځو او نجونو په زده کړو او سوله ایزو غونډو د بندیزونو تر څنګ دا قانون او نور محدودیتونه «د ښځو حقونه په جدي توګه سلب» کوي. نوموړي وویل هغو ښځو چې د دغو قوانینو په اړه یې غبرګون ښودلی دی او غږ پورته کړی دی، له «سختو مجازاتو» سره مخامخ شوي، هغه وویل چې «فکر کوي د افغانستان د ښځو لپاره نور څه په انتظار کې» دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره اونۍ د طالبانو د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا قانون له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د یو ځای کېدو مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وايي چې د افغانستان په نیم نفوس باندې ځپونکي کنترول» په اوسنۍ نړۍ کې «مثال او ساری» نه لري. ترک ویلي دي چې دا «ظالمانه او د سیستماتیک جنسیتي ځور ښکارندوی» دی.

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو وروستیو سختو اقداماتو د افغانستان پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی او دغه هېواد یې «له انزوا، درد او ډېر مشقت» سره مخامخ کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو انتقادونو په ځواب کې ویلي دي، هغه غیر مسلمانان چې د دغو قوانینو په اړه انتقادونه کوي، لومړی باید د هغه په خبره ځان د اسلامي قانون او اسلامي ارزښتونو څخه خبر کړي. نوموړي ویلي دي چې باید په اړه اندېښنه موجوده نه وي او په خبره یې په دې اړه په هېچا باندې محدودیت نه شته او نه په چا باندې «ظلم او ستم» شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG