ملګري ملتونه: سږکال په افغانستان کې د تیرکال په پرتله د اپینو تولید ۳۰٪ زیات شوی

ملګرو ملتونه وايي افغانستان کې د کوکنارو کښت اوتولید لویه برخه له جنوب لودیځو ولایتونو څخه شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال شوې او سږکال اپینو د تولید دوه پر درېیمه برخه په شمال ختیځو ولایتونو کې تولید شوی .

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوی، چې ورسره د تیر ۲۰۲۳ کال په پرتله د اپینو تولید کې هم ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ملګروملتو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۷( لیندۍ اووم) په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دوېیم پرله پسې کال لپاره د اپینو تولید کچه د ۲۰۲۲ کال پرتله ټیټه پاتې شوې ده او د اپینو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو پرکرکیله بندیز ولګوه ۹۳ فیصده ټیټ پاتې شوی دی.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیه او اپینو په کارو باندې بندیز لګولی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰۲۲ کال پرتله د اپینو تولید او د کوکنارو کرکیله کې تر ۹۵ فیصدو پورې کموالی راغلی وو.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه په یو راپور کې چې د نومبر شپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي وو چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

ملګرو ملتونو په روان کال کې په افغانستان کې د تولید شوي اپین ارزښت ۲۶۰ میلیونه ډالره ښودلی او ویلي دي چې دا د تیر ۲۰۲۳ کال پرتله د اپینو د مجموعي تولید په ارزښت کې ۱۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

دغه دفتر ویلي چې ددې زیاتوالي سره سره دا اندازه د ۲۰۲۲ کال د اپینو د مجموعي ارزښت پرتله ۸۰ فیصده کموالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر اجرائیوي مشرې غدا ولي په دې اړه ویلي: "د دوېیم کال لپاره د اپینو د کښت او تولید کمښت فرصتونه او پیچلې ننګونې وړاندې کوي. نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت په افغانستان او یا هم په پراخه توګه په سیمه کې د میتامفیتامین په څیر د خطرناکو مصنوعي نشه يي توکو تولید سره بدل نشي. مونږ همدارنګه اړتیا لرو چې د کوکنارو پورې تړلو کلیوالو ټولنو سره مرسته وکړو ترڅو د زیربناو، کرهڼیزو سرچینو او دوامداره معیشت په برخو کې د پانګونې له لارې قانوني اقتصاد محوره او ګټور بدلونونه خپل کړي".

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې بزګرانو په مخکینو شاړو ځمکو کې نور زیات بدلیل کښتونه لکه حبوبات او پنبه کرلې وه، خو کوکنار د غنمو پرتله بزګرانو ته ۶۰ ځلې زیات عاید برابروي.

دغه دفتر ویلي چې د ګټورو او قانوني بدیلو کښتونو پرته، اقتصادي ستونزې وکولای شي چې ځینې بزګران د کوکنارو کښت ته بیا وهڅوي.

افغانستان کې کوکنارو د کښت د جغرافیه بدلون

ملګرو ملتونو په دغه راپور کې ویلي چې کوکنارو کښت او تولید لویه برخه له جنوب لویدیځو ولایتونو څخه شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال شوې ده او سږکال د اپینو د تولید دوه پر درېیمه برخه په شمال ختیځو ولایتونو کې تولید شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر د ترسره شوې سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو د جغرافیه مرکز د جنوب لودیځو ولایتونو څخه چې د ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د کوکنارو د کښت مرکز وو، شمال ختیځو ولایتونو ته تغیر موندلی دی، چې په روان ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۹ فیصدو پورې کوکنار په کې کرل شوي وو.

ددې سروې له مخې په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو د سږکال په کښت کې د تیرکال پرتله ۳۸۱ فیصده په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په ملتیا په افغانستان کې نشه يي توکو د کاروونکو د درملنې په برخه کې روغتیايی مرکزونو او خدمتونو د وړاندې کیدو په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د درملنې لپاره د اپینو استعمالولو کچه لوړه ده.

. په دغه راپور کې ویل شوي چې په عین وخت کې مصنوعي نشه يي توکو درملنې اړوند خدمتونو غوښتنه هم ډیره شوې ده، خکه چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې میتامفیتامین په څیر نشه يي توکو ته په افغانستان کې لاس رسی اسان دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې په نشه يي توکود روږدو د درملنې خدمتونو ته لاس رسی شته دی.

طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې د دفتر دغه نوي راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه ددغه حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتیدو په اړه د د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو د ادارې (UNODC) راپور ته په غبرګون کې ددغې ادارې موندنې له "حقیقت څخه لیرې" بللي وي.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع خبریالانو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ادعا کړې چې د طالبانو د مشر ملاهبیت الله اخوندزاده د لارښوونې له مخې په ټول افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت او توليد باندې پوره بنديز لګیدلی دى.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې سروې د پایلو په اړه شک ښودلی وو: "د کورنيو چارو وزارت دغه سروې او د يادې ادارې ادعا په کلکه ردوي او له حقيقت څخه يې لیرې ګڼي او ښايي چې دغه سروې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مخکې د کال په لومړيو کې ترسره شوې وي، خو له هغه وروسته د پوليسو له خوا د کوکنارو د کښت ټولې ساحې له منځه وړل شوې دي په همدې لحاظ د ملګرو ملتونه سروې يوه بې ځايه او بې بنسټه ادعا ده".

هغه ویلي چې نه یوازې دا چې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې نه ده، بلکې په دې وروستیو کې نوره هم کمه شوې ده.