د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق( UNFPA) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه ددغه کال د اکتوبر تر میاشتې ۳.۵ میلیون افغانانو ته د ژوند حیاتي خدمتونه وړاندې کړي دي.
دغه صندوق د دوشنې په ورځ نومبر۱۸( لړم ۲۸)) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې مرستو ته اړو دغو افغانانو ته یې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د وګړو، مهاجرینو او کډوالو د ادارې په ملاتړ دا مرستې برابرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق لیکلي: "په افغانستان کې د اوږد روان بحران له امله امیدواره میندې مخ په زیاتیدونکي ډول د خطر سره مخ دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د وګړو، مهاجرینو او کډوالو د ادارې د سخاوتنمدانه مرستې له برکته د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د اکتوبر تر میاشتې ۳.۵ میلیون کسانو د ژوند د حیاتي خدمتونه ترلاسه کړي دي."
همداشان د ملګرو ملتونو د وګړو صنوق د افغانستان دفتر د ایکس په پاڼه په یو بل لنډ خپور کړي پیغام کې ویلي چې بیړنی حالت د هرچا لپاره ګواښوونکی دی په ځانګړي ډول دا حالت د ښځو په فزیکي او روحي هوساینې اغیز کوي. دغې ادارې ویلي چې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت په مالي ملاتړ یې د روحي درملنې په برخه کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د روان کال له پیل څخه د اکتوبر تر میاشتې ۶۷ زره ښځو او نجونو ته د مشورې خدمتونه برابر کړي دي.
ددې دمخه د ملګرو ملتونو د وګړو صنوق او د روغتیا نړیوال سازمان د اکتوبر ۲۴( لړم درېیم) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي و چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه کیدو په ځانګړي ډول د سرطان، روحي، ماشومانو د زیږون او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ناروغیو په ګډون د غیر ساري ناروغیو په برخه کې روغتیايی خدمتونو د ښه کیدو لپاره ددغو دوو ادارو هرې یوې سره د ۱۶ میلیونو یورو مرسته کړې ده.
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ ګواښونو سره مخ دی، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانو وګړو او هغوی چې ددغه هیواد په محرومو سیمو کې ژوند کوي د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د ګواښونو او ننګونو سره مخ دی.
ددغه راپور له مخې په دغه هیواد کې یوازې ۱۰ فیصده ښځې اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی لري او د نړۍ پرتله په افغانستان کې د روحي ناروغۍ اود ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په هردوو ساعتونو کې یوه افغان میرمن د درملنې وړ ناروغیو باندې اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
همداشان د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې ۲۵ فیصده افغانان په ډیرو لیرو پرتو سیمو کې چې ورته لاس رسی مشکل دی ژوند کوي.
په دې راپور کې ویل شوي چې همداشان افغانستان کې تر ۵۰ فیصدو پورې مړینې چې نیمايي یې ښځط دي په غیر ساري ناروغیو باندې د خلکو د اخته کیدو له امله پیښیږي.
په دې راپور کې ویل شوي: " چې دا ګواښونه د محدودو مالي سرچینو او د روزل شویو مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمبود سره یوځای شوي او د هیواد پر روغتیايي کمزوري سیستم یې فشار راوستی دی چې ورسره روغتیايي خدمتونو پر شتون او د خدمتونو په کیفیت باندې یې هم اغیزه کړې ده".
په دې راپور کې ویل شوي چې اروپايي ټولنې د دغه وضعیت د ښه کیدو لپاره افغانانو سره د شاوخوا ۳۲ میلیونو یورو مرسته کړې ده.
دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې په افغانستان د روغتونونو په ګډون ۳۱۰ روغتیايي مرکزونه د روغتیايي خدمتونو د کمښت سره مخ دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکل پر اساس دا سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د پروګرامونو د دوام لپاره د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو ترمنځ ۲۹۴ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.