د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شویو کسانو لپاره بشري مرستې په لاره دي او تراوسه د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې نږدې ۱۵ زرو کسانو سره مرستې شوي، خو سیلاب ځپلي ډیرو نورو مرستو ته اړتیا لري.
اوچا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۶(ثور۲۷) په یو راپور کې ویلي تراوسه ۱۰ زرو کسانو ته خواړه او د کرهڼې په برخه کې په نغدې ډول مرسته برابره شوې، ۲۵۰۰ کسانو سره د سرپناه، تشنابونو او د پخلي د لوښو او هم لږ ترلږه ۵۰۰ کسانو ته د حفظ الصحې په برخه کې مرستې برابرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" ویلي چې د مۍ د روانې میاشتې په ۱۰ او ۱۱ ورځ، د سخت باران د ارښت وروسته د افغانستان د دریو شمالي ولایتونو بغلان، بدخشان او تخار په ۲۱ ولسوالیو کې سختو سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیات زیانونه اړولي دي.
دغه دفتر ویلي چې په دغو سیلابونو کې د بغلان ولایت د بغلان جدید، بورکه، ډندې غوري، دوشي، ګذرګاه نور، جیلګه، خوست، نهرین او د بغلان ولایت مرکز پلخمري او تاله او برفک ولسوالیو، د بدخشان ولایت درواز، کشم،تګاب، تیشکن او یمان ولسوالیو او هم د تخار ولایت د چال، فرخار، اشکاشم، کلفګان، نمک اب او د ولایت مرکز تلقان ته زیانونه رسولي دي.
اوچا ویلي چې تراوسه په دغو سیلابونو کې د ۱۸۰ کسانو مړینه او د ۲۸۰ تنو نورو ټپي کیدل تائید شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي: " په دغو قربانیانو کې د پنځه کلنو ښکته عمر ۵۱ ماشومان او ۷۴ ښځې هم شاملې دي. ددې سربیره تراوسه د ۳۳۹۰ کورونو ویجاړیدل او یا هم ورته زیان رسیدل تائید شوي، چې له امله یې په زرګونو کسان بې کوره شوي دي".
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې سیلابونو سړکونو، پلونو، روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، کرهڼیزو ځمکو ته زیان رسولی او څاروي یې هم له ځان سره وړي دي. اوچا ویلي چې تراوسه په سیلابونو کې یوازې د بغلان جدید په ولسوالۍ کې د ۴۷۰ څارویو د تلف کیدو، ۷۰۰ هکتاره کرهڼیزې ځمکې او ۲۰ کلیو متره د اوبخور کانالونه ته زیان رسیدل تائید شوي دي.دغې ادارې ویلي چې په دې اړه ارزونه لا هم روانه ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې ځینې لارې پاکې شوي، خو لا هم د بورکه او نهرین ولسوالیو ته د غځیدلي سړک د تخریب له امله د تک راتګ په برخه کې ستونزې پر ځای دي اودغو سیمو ته د تګ راتګ لپاره هوايي ترانسپورټ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې د بغلان جدید، بورکه ولسوالیو او د ولایت مرکز پلخمري کې د مرستو د ویشلو ټیمونه او د مرستو د ساتلو او ویشلو لپاره د مۍ د میاشتې په ۱۵ ګودامونه جوړ شوي دي.
د بلې خوا په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بیړني غبرګون د همغږۍ د مرکز د خپلو همکارانو له قوله ویلي چې په د تیرې اونۍ په سیلابونو کې په ټول افغانستان کې له ۸۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته زیان رسیدلی دی. اروپايي ټولنې د ایکس په پاڼه لیکلي چې په دغو سیلابونو کې ۳۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړي او ۳۹۶ نور ټپیان شوي او شاوخوا ۱۲ زره کورونه یا ویجاړ شوی او یا هم ورته زیان رسیدلی دی.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون (IFRC) د یو راپور له مخې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ ولایتونه د پسرلي په موسم کې په غیرمعمول ډول د سختو بارانونو د اورښت او ورسره سم د سیلابونو د راوتلو له امله ځپل شوي دي، چې یوازې د بغلان په ولایت کې تراوسه د ۲۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.
دغه فدراسیون ویلي چې دغو سیلابونو د زرګورنو کسانو کورونه په اوبو لاهو کړي، چې له امله یې اوس هغوی بې کوره شوي دي.
د افغانستان لپاره د ماشومانو د ساتنې ادارې (سیف د چلډرن) د بغلان ولایت د تیرې جمعې د ورځې د سیلابونو په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه ولایت په پنځه ولسوالیو کې چې په وروستیو سیلابونو کې زیان لیدلی له ۳۰۰ زرو څخه زیات ماشومان هم زیانمن شوي دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې ۶۰۰ زره کسان چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي د بغلان ولایت په پنځه ولسوالیو کې چې په وروستیو سیلابونو کې ورته سخت زیان رسیدلی د سرپناه د ستونزې په ګډون د ژوند د تیرولو لپاره د امکاناتو د نشتون سره مخ دي.