ملګري ملتونه: د نجونو په طبي زده کړو د طالبانو بندیز به بشري بحران لا زیات کړي

طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ۲۲) خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د نجونو په طبي زده کړو باندې د طالبانو بندیز به په دغه هېواد کې موجود بد بشري‌ کړکیچ لا بد کړي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کې تر سودان وروسته دویم هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر، چې د بشري او اضطراري مرستو د چارو تنظیم کوونکی هم دی، د امنیت شورا درې میاشتنۍ غونډۍ ته وویل چې د نجونو په طبي زده کړو باندې پېشنهاد شوی بندیز به ممکن د افغان ښځو او نجونو روغتیا پالنې ته «جدي او دوامداره زیان» ورسوي.

نوموړي ویلي‌ دي چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو باندې له بندیز وروسته «دا وروستی سکتور و چې افغان ښځو په کې لوړې زده کړې کولای» شوای.

هغه زیاته کړه: «دا پرېکړه به په راتلونکو څو کلونو کې ۳۶۰۰۰ قابله ګانې او۲۸۰۰ نرسانې کاري ماحول (کار) ته له داخلېدو څخه راوګرځوي او تر زېږېدو مخکې، د نویو پېدا شویو ماشومانو او میندو د مړینې اندازه به هم پام وړ لوړه شي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا دغې انلاین غونډې ته وویل چې په طالب مقاماتو یې سخت فشار راوړی، چې د نجونو په طبي زده کړو باندې د بندیز په پرېکړې بیا کتنه وکړي. خو هغې وویل چې طالب مقامات په دوامدار ډول د یو داسې اسلامي نظام په اړه خپل فکر تعقیبوي چې «ځانګړتیاوې» یې په ښځو او نجونو باندې «بې سابقه» بندیزونه دي.

اوتنبایوا وویل: «دا دی تقریبآ ۱۲۰۰ ورځې کېږي، چې نجونې له شپږم ټولګیو ورپورته زده کړې نه لري، ښځې او نجونې د ټولنې په ټولو برخو کې له تدریجې حذف سره مخامخ» دي.

راپورونه وايي چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې نارینه ډاکټرانو ته ویلي چې ناروغې ښځې به نه معاینه کوي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې لیندا توماس-ګرینفیلډ په طبي انستیتوتونو د ښځو او نجونو پر زده کړو باندې بندیز په اړه ویلي:« دا نوی محدودیت له منطق څخه سرغړونه ده او کیدای شي د افغان میرمنو او نجونو لپاره د مرګ د سزا په معنا وي، چې حیاتي طبي درملنې ته سخته اړتیا لري.»

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغه بندیز د غندلو تر څنګ، له طالبانو څخه وغوښتل چې د نجونو په طبي زدکړو بندیز او هغه فرمانونه لغوه کړي، چې د ښځو بشري حقونه، پوهنه، لازمي خدمتونو ته لاسرسی او اساسي ازادي سلب کوي.

د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت کابل کې د طبي انستیتیوتونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته ویلي چې د ډسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) وروسته د نجونو زده کوونکو په شمولیت او درسونو بندیز لګول شوی دی. په دغو انستیتیوتونو کې به نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه دا پریکړه، چې ویل کېږي د دغه ډلې د مشر، هبت‌الله اخندزاده په امر شوې، په رسمي ډول نه ده تائید کړې

طالبانو د خپلې روانې واکمنۍ په تېرو دریو کلونو کې په ښځو باندې د کار، زده کړو او نورو برخو کې کلک بندیزونه لګولي دي، ملګري ملتونه د طالبانو دا کار د جنسیت په اساس تبعیض (جنسیتي اپارتاید) بولي.