ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې په کې په غزې کې د «عاجل او بې قید او شرط» اوربند غوښتنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو دا پرېکړه لیګ، چې د ۱۸۵ موافقو، نهه مخالفو او ۱۳ ممتنعو رایو په اساس تصویب شوی، له حماس سره د یرغمل شویو اسرائیلي وګړو د «عاجل او بې قید او شرط» پرېښودو غوښتنه هم کوي.
متحدو ایالتونو او اسرائیل دا سمبولیک اقدام غندلی دی. متحدو ایالتونو تر دې مخکې هم د امنیت شورا دا ډول پرېکړه لیکونه ویتو کړي او ویلي، چې په غزې کې اوربند باید له حماس سره د یرغمل شویو په پرېښودو پورې تړلي وي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ تر رایې اچوونې مخکې دا پرېکړه لیک «شرموونکی او ناسم» بللی و.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي یني دینان هم تر رایې اچوونې مخکې دا پرېکړه لیک غیر منطقي وباله او ویې ویل: «نننۍ رایه اچوونه د شفقت لپاره نه ده. دا رایه اچوونه [له حماس] سره د پیوستون لپاره ده.»
اکثریت پرېکړه لیکونه چې د امنیت په شورا کې نه تصویب کېږي او یا ویتو کېږي، د ملګرو ملتونو غړي هغه بیا د عمومي غونډې رایه اچوونې ته وړاندې کوي.
نننی پرېکړه لیک لازمي نه دی، خو په غزې کې تر محاصرې لاندې اوسېدونکو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کوي. د لسګونو هېوادونو استازو تر دغې رایې اچوونې مخکې خبرې وکړې او د فلسطینیانو ملاتړ یې اعلان کړ.
په ملګرو ملتونو کې د سلوانیا استازي سمیول زبوګار وویل: «غزه نوره نه شته. دا ویجاړه شوې ده. تاریخ د بې عملۍ تر ټولو سخت منتقد دی.»
په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور تېره اونۍ ویلي وو: «نن غزه د فلسطین وینې زړه دی.»
هغه د ملګرو ملتونو په مناظرې کې ویلي وو: «زموږ د ماشومانو تصویرونه، چې په نس وږي دي، د راتلونکي لپاره د هېلې کوم څرګ نه ویني او له څه باندې یو کال درد او رنځ ګاللو وروسته په خیمو کې سوځېږي، باید د نړیوالو وجدان وځوروي او دا د دغه ډارن خوب د ختمولو په اړه د اقدام کولو دلیل شي.»
د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل باندې برېدونه وکړل، د اسرائیل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول، چې ۱۰۰ تنه یې لا هم په غزې کې له حماس سره یرغمل دي.
اسرائيل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، په غزې کې د حماس تر کنترو لاندې د روغتیا چارواکي وايي چې په دغو بریدنو کې څه باندې ۴۴۸۰۰ کسان وژل شوي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه لیک د دغه سازمان له مشر انتونیو ګوتېرش څخه غواړي، چې د اوسنیو میکانیزمونو څخه په استفادې او د نویو میکانیزمونو په جوړېدو او تجربو څخه په کار اخیستو د حساب ورکونې د پرمخ بیولو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د څرنګوالي په اړه وړاندیزونه وکړي.