پاکستان کې دوه نور ماشومان پوليو وهلي

د پولیو مخنیوي اداره وايي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي اداره وايي چې روانه اونۍ په دغه هېواد کې دوه نور ماشومان پوليو يا د ماشومانو ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي دي، چې ورسره په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.

دغې ادارې د سپټمبر پر ۲۶ (تله ۵) پر خپله وېبپاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې د روغتیا ملي ادارې د خيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ ولسوالۍ په یو ۱۰ مياشتني ماشوم کې د پوليو ويروس تاييد کړ چې معذوره شوی وو.

د پولیو مخنیوي ادارې ددغې پیښې د تائید يوه ورځ وړاندې، د سپټمبر پر ۲۵ (تله ۴) د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د دوه نیم کلن ماشوم په وینه کې د پولیو ویرس تایید کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې تېره اونۍ د پوليو درې پېښې ثبت شوې وې.

دا اداره وايي چې روان ۲۰۲۴ کال کې د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي. همداشان د ماشومانو د ګوزڼ څلور پېښې په سیند ايالت، دوې په خیبر پښتونخوا او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو راپورونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د دغه هېواد د ۳۹ ولسواليو د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو ویروس موندلی دی.

د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر استازې عایشې رضا فاروق ويلي دي چې دا ډېر "ويجاړوونکی" حالت دی چې ګڼ ماشومان د واکسین د فرصتونو له لاسه ورکولو له پایلې سره مخامخ دي.

نوموړي زياته کړې: "پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده چې د یو ماشوم ژوند د تل لپاره بدلوي او په بشپړ ظرفیت د هغوی د ژوند کولو فرصت له منځه وړي."

په پاکستان کې د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) د پولیو د مخنیوي لپاره د پیل شوي پنځه ورځني کمپاين پر مهال د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو شاوخوا ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړنیو عملیاتو د ملي مرکز مشر محمد انوار الحق وايي چې د پولیو پروګرام ژمن دی چې هغه "تشې او ننګونې" په ګوته او حل کړي چې په دې لړ کې د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړی زياتوي: "د پوليو ویروس موږ ته راښیې چې د مدافعت تشې چيرته شته او په تېرو وختونو کې په کومو سيمو کې زموږ څخه ماشومان له واکسينه پاتې شوې دي. دا زموږ لپاره اړینه ده چې د مدافعت دا تشې ډکې کړو."

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مرستيال ذيشان خان وايي چې د ميندو او پلرونو لخوا ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول، له افغانستان سره پر پوله تګ راتګ، د کمپاين پر مهال د پوليو له واکسيني ډلو څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل او پر يو وخت ټولو ماشومانو ته د پوليو د مخنيوي څاڅکي نه ورکول ځينې هغه لاملونه دي چې له امله يې پوليو ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

نوموړی زياتوي: "که ماشومانو ته څلور او پنځه ځلې په پرلپسې توګه د پوليو د مخنيوي څاڅکي ورکړل شي نو د هغوی قوت مدافعت به قوي شي او ويروس به اغېز نه ورباندې کوي او دا ډول به ويروس ختم شي. يوازې په پېښور کې د هر کمپاين پر مهال پنځه يا شپږ زره داسې ماشومان له پوليو ضد څاڅکو پاتېږي چې ميندې او پلرونه يې انکاري وي. پر دې سربېره که ماشومان ناروغه وي او نس ناستی ولري نو بيا هم څاڅکي تاثير نه ورباندې کوي."

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی. په افغانستان کې تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې تېره اګست مياشت يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سپټمبر په روانه میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.