د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیو په واکسین کوونو له خونړیو بریدونو وروسته پولیسو احتجاج پیل کړی


بنو کې د پولیسو کارکوونکو احتجاج پیل کړی.
بنو کې د پولیسو کارکوونکو احتجاج پیل کړی.

د پاکستان په ناکراره سرحدي سیمو کې د پولیسو احتجاج وروسته له هغه پیل شوی چې په روانه اونۍ کې د اورپکو په خونړیو بریدونو کې د پولیو واکسین کوونکي ډلې او د هغوی امنیت ساتونکي پولیس په نښه شوي دي.

په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو په خلاف په جګړه بوخت اورپکي د پولیو د واکسين ټیمونه او د هغوی امنیت ساتونکي پولیس هم په نښه کوي. په تېره یوه لسیزه کې په سلګونو پولیس او د پولیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پنجشنبې سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) په احتجاج کې له سلو زیات پولیس برخه لري. د پولیسو یو افسر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: "هر هغه پولیس چې د احتجاج په اړه خبریږي، خپله د پولیو دنده پریږدي او په مظاهره کې ګډون کوي."

هغه فرانس پرس ته وویل چې په بنو کې د احتجاج کوونکو پولیسو او لوړپوړو چارواکو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې دي.

د امریکا غږ ډیوه راډیو د خبر له مخې، په لکي مروت او باجوړ کې هم پولیسو په اعتراض لاس پورې کړی او دغه اعتراض کوونکي پوځ او استخباراتي شبکې په ناامنیو کې په لاس لرلو تورنوي.

د دوشنبې په ورځ د پولیو د واکسین د کمپاین له پیل راهیسې، په بریدونو کې لږ تر لږه دوه پولیس او د پولیو یو کارکونکی وژل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د پوليو واکسيناسيون پر يوې ډلې بمي بريد کې نهه کسان ټپيان شول چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې يې مسئولیت واخیست. له دې وړاندې د دا ډول اکثرو بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی.

په وروستي برید کې دوو موټر سایکل سپرو د پولیسو پر افسر ډزې وکړې. د بنو د پولیسو افسر ضیاالدین احمد فرانس پرس ته وویل: "د پولیو ټیم په هغه وخت کې په یوه کوڅه کې وو، نو دوی ته زیان نه دی رسېدلی."

د پولیو او ناامنیو د پېښو زیاتوالی

په پاکستان کې سږ کال د پولیو په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ددې ناروغۍ ۱۷ پېښې ثبت شوي، چې له تېر کال راهیسې نږدې درې چنده زیاتوالی ښيي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د واکسین له عملي کېدو سره سره د پولیو ناروغي لاهم دوام لري.

د عامې روغتیا مسئولینو په یوه اوونۍ کې ۳۰ میلیونو ماشومانو ته د واکسین ورکولو هدف ټاکلی و.

یو بل مظاهره کوونکي پولیس د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "دلته د پولیو کمپاین روان دی، خو زیاتره پولیسو په لاریون کې د ګډون لپاره خپلې دندې پریښې دي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې (یونیسف) په وینا، په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې د کاله ۲۰ زرو څخه په ډراماتیک ډول کم شوی دی.

د پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو د واکسین سره مخالفت په دغو سیمو کې د غلطو معلوماتو خپرېدل او د ځینو سخت دریځو دیني عالمانو لخوا ددغه واکسین غیراسلامي اعلانېدل ښودل شوي دي.

په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي دي.

اسلام اباد د کابل واکمنان تورنوي چې په خپله خاوره کې د هغو وسله والو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې پاتې راغلي چې په پاکستان کې بریدونه کوي. د طالبانو حکومت دا تور رد کړی دی.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG