د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته ورسید


په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

په پاکستان کې د سپټمبر پر ۲۱ (وږي ۳۱) د پوليو د مخنيوي ادارې ويلي چې په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د پوليو يا ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

دغه اداره زياتوي چې سږ کال تر اوسه په بلوچستان ايالت کې ۱۴، په سيند کې درې، او په خيبر پښتونخوا، پنجاب ايالت او پلازمېنه اسلام اباد کې يو، يو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

په پاکستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

تر دې وړاندې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۲ کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ کال کې یوه او په ۲۰۲۰ کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

په پاکستان کې د روغتیا ملي اداره وايي چې د دغه هېواد د بېلا بېلو سيمو په ناپاکو اوبو کې يې تېره مياشت د پولیو ويروس ۳۰ محیطې نمونې هم موندلې دي.

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره پنځه ورځنی کمپاين د سپټمبر پر ۱۳ (وږي ۲۳) پیل شوی وو. د پاکستان د روغتيا وزارت ويلي وو چې د دغه کمپاين هدف د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو څه باندې ۳۳ ميليونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول وو.

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل تازه راپور کې ويلي چې روانه اونۍ د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو ماشوم د ګوزڼ ويروس وهلی دی، چې په دې سره په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.

د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت زياته کړې ده چې تېره اګست مياشت يې د کابل، کندهار او هلمند په چاپيريال کې د پوليو ويروس پنځه محيطې نمونې موندلې دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د سپټمبر په روانه میاشت کې چې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس پر ضد کوم کمپاین په پام کې وو، د هغه کمپاین د پلي کېدو د بڼې پر سر د طالبانو د حکومت د مخالفت له امله لا تر اوسه نه دی پیل شوی او د کمپاین د پیلېدو لپاره کومه نوې نیټه هم نه ده ټاکل شوې.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله موادو کې یې له بدن څخه خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکې لاندې د اوبو زېرمو کې سرایت کوي.

روغتیاپالان زياتوي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان له دغې ناروغۍ څخه وژغوري. هغوی ټینګار کوي چې اړینه ده چې تر پنځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د پولیو د کمپاين پر مهال واکسین شي.

په افغانستان او پاکستان کې په پرلپسې توګه د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کېږي خو بیا هم دا ناروغي له منځه نه ده تللې.

د روغتيا ادارې وايي، د دې تر ټولو لوی لامل دا دی چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي، يا ځينې ماشومان له روغتياپالانو څخه د پوليو ضد کمپاين پر مهال پاتې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG