په پاکستان کې چارواکو سه شنبې نومبر پنځمه (لړم ۱۵) وویل چې د کراچۍ په بندري ښار کې په یوه فابریکه کې د یو ځايي امنیتي ساتونکي په ډزو کې دوه چینایي اتباع ژوبل شوي دي. دا په روان کال کې په پاکستان کې پر چینايي کارکوونکو باندې دریم برید دی.
د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا الحق لنګر وویل چې وروستۍ پېښه په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پولیسو چارواکو ویلي چې له چینایي کارګرانو سره "له تود بحث او شخړې" وروسته امنیتي ساتونکي پر هغوی ډزې کړي دي. بهرنیان یو ځایي روغتون ته لیږدول شوي او د یو تن وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په پاکستان کې د چینايي اتباعو د خوندیتوب په اړه د اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ په بې ساري توګه ترینګلتیا پیدا شوې ده. چین د پاکستان نږدې متحد ګڼل کیږي او چینايي انجنیران په پاکستان کې د چین د "یو کمربند او یوې لارې" نوښت په زیربنایي او پرمختیایی پروژو کې په کار بوخت دي.
تیره اونۍ په اسلام اباد کې د چین سفیر په یو سیمینار کې، په دغه هیواد کې پر چینايي اتباعو په پرله پسې بریدونو نیوکه وکړه او هغه یې د "نه منلو وړ" او په جنوبي اسیا کې د دوی د پانګونې په وړاندې یو خنډ وباله.
دا مطلب هم ولولئ پاکستان په دغه هېواد کې د چینایانو د امنیت په اړه د بیجینګ اندېښنې 'حیرانوونکې' بلليد بیجینګ لپاره دا بې سارې ده چې خپلو اتباعو ته د متوجه امنیتي ګواګونو له کبله په ښکاره اسلام اباد ته خبرداری ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بې ساري غبرګون کې، د چین د سفیر څرګندونې "حیرانونکې" او د دواړو هېوادونو ترمنځ د موجودو "ډیپلوماتیکو دودونو" سره په ټکر کې وبللې.
تېره میاشت په کراچۍ کې د یو ځانمرګي د موټر بم په چاودنه کې دوه چینايي انجینران ووژل شول او د یو بل چینايي په شمول یو شمېر ځايي امنیتي کارکوونکي ژوبل شول. د "بلوڅانو د ازادۍ پوځ" په نوم بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې د دې برید مسئولیت واخیست.
د روان کال په مارچ کې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یو ځانمرګي موټر بم پنځه چینايي کارګران ووژل چې په سیمه کې یې د بریښنا بند د جوړولو په پروژه کې کار کاوه.
دا مطلب هم ولولئ د بلوڅ وسله والو بريدونه د چين - پاکستان د اقتصادي لارې پروژې څومره اغېزمنوي؟له دغو بریدونو سره، نږدې یوه لسیزه وړاندې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پیک) پروژې له پیل راهیسې په هیواد کې د وژل شویو چینايي کارګرانو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی کړی.
په پاکستان کې د مواصلاتي لارو او زیربنا جوړولو لپاره د سي پیک پروژه د چین د ولسمشر شي جینپینګ د یو کمربند او یو سرک د نړیوال نوښت برخه ده. بیجینګ په وار وار له اسلام اباد څخه غوښتي چې په دغه پروژه کې په کار بوختو چینايي اتباعو امنیت ټینګ کړي.