په سوات کې زرګونو کسانو "امن پاڅون" کې ګډون کړی

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د "امن پاڅون" ګډونوالو د پاکستان پرحکومت او پوځ غږ کړی چې د ترهګرۍ او بدامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.

د خيبر پښتونخوا په سوات کې د "امن پاڅون" ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ غږ کړی چې د ترهګرۍ او بدامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کې دې امنيت ټينګ کړي.

د اګست پر ۱۸مه (زمري ۲۸) د سوات په خوازه خېله کې زرګونه کسانو د "امن پاڅون" په نوم احتجاج کې ګډون وکړ.

پر دې مهال د سوات امن پاڅون يو مخکښ عجب خان توريالي احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د هغوی په سيمه کې په تېرو څو ورځو کې پر ځايي پوليسو بريدونه شوي چې دوی يې پرضد د غږ پورته کولو لپاره راغونډ شوي دي.

نوموړي زياته کړه: "يوځل بيا زموږ پر پښتون جنتي وطن باندې د [پاکستاني] رياست له خوا د ترهګرۍ او بريدونو تورې وريځې شروع شوې دي."

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې د سوات په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې پر پوليسو بريدونه زيات شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي چې په دغه ایالت کې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست تر مياشتې پورې په وسلوالو بريدونو کې ۷۶ پوليس وژل شوي دي.

د سوات امن پاڅون ته په وينا کې يوه سياسي فعال سيد اظهار الله خان وويل چې پوځ د امنيت لپاره د پاکستان له کلنۍ بوديجې سلګونه مليارده روپۍ اخلي چې د سرحداتو ساتنه وکړي، خو د هغه په وينا پوځ بيا هم ادعا کوي چې ترهګر له افغانستانه پر سرحد را اوړي.

نوموړي زياته کړه: "اې د پوځ جرنېلانو! پر دې سرحد خو تاسو خاردار تار لګولی دی. پر قدم قدم باندې تاسو دلته ياست. او بيا تاسو واياست چې ترهګر راغله، نو د دې مطلب خو دا دی چې تاسو دوی راوستل. تاسو په دې کې ککړ ياست او تاسو د سوات د خلکو او پښتنو قتل عام کول غواړی."

د سوات په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې ولسي وګړي، سياسي او قبايلي مشران او د حقونو فعالان وخت په وخت د امن لپاره احتجاجونه او جرګې کوي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کوي.

د " امن پاڅون" په نوم دا احتجاجونه په دا وروستيو کې په پراخ او منظم کچه روان دي چې پر حکومتي تګلارو تندې نيوکې پکې کېږي او د امنيتي ادارو پر رول پوښتنې راپورته کېږي چې ولې د امنيت په ټينګولو او د ولس د سر او مال په ساتلو کې پاتې راغلې دي.

که څه هم د پاکستان پوځ لا تر اوسه د سوات د ولسي پاڅون د ويناوالو د تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په وار وار دا ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او يوشمېر وسلوال يې وژلي دي.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ.

پوځ او حکومت دعوه کوي چې د بدامنۍ ختمولو لپاره دا عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.