د طالبانو هڅې چې پر افغانستان باندې خپل کنټرول ټینګ کړي، ددې هیواد اوسیدونکو ته د سولې او ثبات سبب شوي، خو د ملګرو ملتونو د غړو هیوادو له خوا راټول شوي استخبارات ښیي چې دا حالت ښایي تر ډیره دوام ونکړي.
یو راپور چې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (چنګاښ ۲۰) ناوخته د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې لخوا خپور شو، خبرداری ورکوي چې افغانستان به تقریبا مطمینا د القاعده شبکې او د اسلامي دولت (داعش) په څیر ترهګرو ډلو له لورې په دغه هېواد کې د خوندي ځایونو موندلو او یا هم د طالبانو له کمزوریو څخه د ګټې اخیستنې له لارې، د ناامنۍ د سرچینې په توګه پاتې شي.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته "لاهم د ترهګرو ډلو لخوا د یوې مجازې یا دوستانه سیمې" په توګه کتل کیږي. راپور زیاتوي چې، "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر تروریستي ډلو پر وړاندې د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې شرایط برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته نفوذ وکړي."
په دغه راپور کې راغلي چې په ځانګړې توګه القاعده پرمختګ ته دوام ورکوي او له دې سره سره چې ټیټ موقف ساتلو ته اړ ایستل شوی، له طالبانو سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو څخه ګټه پورته کوي.
د القاعده شبکې پرمختګ
د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه استدلال کوي چې القاعده تېر کال د افغانستان په ختیځ جلال اباد ښار او کابل کې د دفترونو په ګډون ددې هیواد لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي ځایونه ددې شبکې د بیا تنظیم او استخدام لپاره کارولې دي.
دغې پراختیا همداشان د القاعدې شبکې نور فعالان هم جذب کړي چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په کې د افغانستان څخه بهر "مجرب ښوونکي" شامل دي؛ د کومو ماموریت چې "د خورو ورو کړیو د امنیت پراخول دي."
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د القاعدې اصلي مشر سیف العدل چې باور کیږي په ایران کې دی، د افغانستان کونړ او نورستان ولایتونو ته توکمیز عرب فعالان لیږلي ترڅو د دې ډلې له اصلي مشرتابه سره د روزنې او اړیکو اسانتیاوې رامینځته کړي.
په افغانستان کې د القاعدې شبکې نورو مهمو شخصیتونو هم د طالبانو له برکته زیات خوندیتوب موندلی دی.
د طالبانو له خوا یې ساتنه
راپور وايي، د القاعدې یو قوماندان ابو اخلاص المصري، چې په ۲۰۱۰ کال کې نیول شوی و او په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د بګرام هوايي اډې په زندان کې بندي و، یو محفوظ توقیف ځای ته ولیږدول شو، او "دا ښيي چې طالبانو د بهرنيو استخباراتي ادارو له لورې د هغه د لټون په اړه اندېښنه لرله."
د القاعدې دوه نور مقامات چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د "وسلو د انجینرانو" په توګه بیان شوي، هغوی هم د طالبانو لخوا ساتل کیږي، پداسې حال کې چې د لیبیا څخه د القاعدې یو مقام ته د رپوټ له مخې، افغان پاسپورت او د کورنیو چارو په وزارت کې دنده ورکړل شوې ده.
د القاعده په اړه په رپوټ کې ویل شوي: "د دې فعالیتونو تر شا انګیزه روښانه نه ده، او نه هم د دې ډلې د وړتیاوو د پایلو په اړه، خو دغو فعالیتونو د پام وړ اندیښنې راپاروي."
د متحده ایالاتو ارزونه
د ملګرو ملتونو ارزونه تر یوه حده د هغه ارزونو برعکس ده چې تیر کال د متحده ایالاتو لخوا شریکې شوې وې.
د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشرې کریسټین ابیزید پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې نیټې د تروریستي بریدونو د کلیزې په مناسبت چې کابو ۳۰۰۰ کسان پکې ووژل شول، وویل: "القاعده په افغانستان او پاکستان کې په خپل تاریخي حالت کې ده، او بیا راژوندي یې کېدل ناشوني دي."
خو دا ډول نظرونه د ملګرو ملتونو له هغه ارزونې سره په تضاد کې دي، چې وايي القاعده په افغانستان کې له ۳۰ څخه تر ۶۰ لوړ پوړي مقامات، په سلګونو جنګیالي او شاوخوا ۲۰۰۰ د کورنیو غړي لري.
د اسلامي دولت د خراسان څانګه
په داسې حال کې چې القاعده ښايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له برکته د خپل بیا راژوندي کیدو پیل ګوري، د ملګرو ملتونو په نوي رپوټ کې شریک شوي استخباراتي معلومات ښیي چې د اسلامي دولت ترهګره ډله تر فشار لاندې ده.
د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه "د [داعش-خراسان] له ګواښ سره د مقابلې لپاره د طالبانو هڅې معتبرې ګڼي." دوی وایي، "خو [دوی] د طالبانو د تروریزم ضد وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي او د [داعش-خراسان] د استخدام او خپریدو د دوام په اړه اندیښنه لري."
د راپور له مخې، پایله یې د اسلامي دولت اړوند کسان دي چې ورو ورو ځان د طالبانو د واکمنۍ د نسکورولو لپاره ځای پر ځای کوي، په داسې حال کې چې په فعاله توګه د ایران او روسیې په څیر په لیرې پرتو سیمو کې بریدونه ترسره کوي.
د رپوټ له مخې، د داعش-خراسان ظرفیت "پیاوړی پاتې دی." رپوټ ددې ډلې د تیرې جنورۍ په میاشت کې د ایران په کرمان کې او د مسکو د کنسرت په تالار کې د وژونکو بریدونو یادونه کوي.
د اسلامي دولت د خراسان څانګې پراختیا
استخباراتي معلومات ښیي چې داعش-خراسان ډله د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو ته پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو رپوټ وایي، داعش-خراسان "افغانان په پاکستان کې د بریدونو لپاره کاروي او پاکستاني اتباع په افغانستان کې د بریدونو لپاره کاروي، تاجک اتباع په ایران او روسیې فدراسیون کې د بریدونو ترسره کولو لپاره استخداموي او د قرغزي اتباعو څخه د طالبانو په مرکز کندهار کې د بریدونو لپاره کار اخلي."
داسې ښکاري چې دغه ترهګره ډله د افغانستان په ځینو برخو کې هم وده کوي.
د راپور له مخې، "[دا ډله] د افغانستان په شمالي سیمو کې پیاوړې شوې، په تاجک او ازبک ټولنو کې یې استخدام زیاتیږي او په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې وسلې او چاودیدونکي توکي ذخیره کوي."
د ملګرو ملتونو یو غړي هیواد خبرداری ورکړی چې داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې داعش-خراسان ممکن په یو شمیر سیمو باندې د بیا واکمن کیدو هڅه وکړي.
پټ داعشیان
نور استخباراتي معلومات چې د ملګرو ملتونو سره د دې غړو هیوادونو لخوا شریک شوي، دا اندیښنې راپورته کوي چې داعش - خراسان ښایي د طالبانو له مینځه وړلو ته چمتووالی ونیسي.
رپوټ وايي داسې شواهد شته چې د داعش خراسان وسله والو د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او همدارنګه د استخباراتو عمومي ریاست کې نفوذ کړی دی.
داسې اندیښنه هم شته چې دا ډله د خپل ریښتیني شتون د پټولو لپاره لارې چارې لټوي.
رپوټ اټکل کوي چې داعش-خراسان له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۵۰۰ پورې جنګیالي لري او په افغانستان کې د داعش د نورو اړوند کسانو په مرسته هڅه کوي چې دا شمیر تر ۶۰۰۰ پورې لوړ کړي.
خو د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه ادعا کوي چې دا ډله خپل جنګیالي په څلورو نورو ترهګرو ډلو کې ځای په ځای کوي، چې یو شمیر یې د طالبانو د حکومت د امکاناتو څخه په استفادې روزنه ترلاسه کوي.
د داعش خراسان ځانګړي ځواکونه
داسې شواهد هم شته چې ښيي داعش-خراسان په ایران کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یو ځواک جوړ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د دوو غړو هېوادونو په وینا، دغه ځواک چې زیاتره غړي یې تاجیک او اوزبیک اتباع دي، یو شمیر غړي یې د شیعه ګانو پر زیارتونو، پادریانو او ایراني پولیسو باندې د بریدونو په تور نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو له دوو غړو هېوادونو څخه یو یې وایي چې دا ځواک ښايي تر ۳۰۰ پورې جنګیالي ولري او داسې ښکاري چې د پاکستان سره د ایران د پولو په اوږدو کې تر ترکمنستان او عراق پورې فعالیت کوي.
منځنۍ اسیا
په افغانستان کې د القاعدې د برخلیک په اړه د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې په افغانستان کې د داعش خراسان پراخ مخ په ودې شتون هم د متحده ایالاتو له ارزونې سره توپیر لري چې د هغوی حضور ډیر لږ ګڼي.
خو د متحده ایالاتو د استخباراتو وروستیو اټکلونو د داعش-خراسان د وړتیا په اړه اندیښنې راپورته کړي چې منځنۍ آسیا او هاخوا ته مخه کوي.
د متحده ایالاتو د تروریزم سره د مبارزې یو لوړ پوړي مقام تیره میاشت خبرداری ورکړ چې داسې ښکاري چې داعش هڅه کوي د مهاجرت له بدلونونو څخه ګټه پورته کړي چې له مکسیکو سره د متحده ایالاتو سویلي پولې ته د مرکزي آسیا ډیر وګړي لیږي.
د امریکا د خزانې وزارت بندیزونه چې تیره میاشت اعلان شول، په اوزبیکستان کې د داعش د یو فعال او د ګرجستان په جمهوریت کې د داعش د ډلې د امیر اړوند کسانو د لاس لرلو یوې دسیسې ته ګوته نیسي چې امریکا ته د فعالینو د قاچاق هڅه کوي.
نړیواله څیړنه
ځینې شنونکي وايي چې د ملګرو ملتونو په رپوټ کې اضافي توضیحات د دې ثبوت دی چې داعش-خراسان د اندیښنې وړ مسله پاتې ده.
د سوفان سنټر په نامه د نړیوال استخباراتي شرکت د څیړونکي فیلو لوکاس ویبر په وینا: "داعش-خراسان له افغانستان څخه د متحده ایالاتو له وتلو وروسته منځنۍ اسیا ته خپل لاسرسی ګړندی کړی او په ۲۰۲۲ کې یې تاجیک او اوزبیک رسنیزې وسلې په لاره واچولې."
هغه له امریکاغږ سره په خبرو کې، په مسکو کې د داعش ډلې له ترهګریز برید څخه څو ورځې وروسته د یوې نوې تاجیک ژبې مجلې معرفي کولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړې چې "دا بهیر په پراخیدو دی"
د اندېښنې وړ نورې نښې هم شته. ویبر زیاته کړه: "په تیرو څو میاشتو کې په ټوله مرکزي اسیا کې د داعش-خراسان پورې تړلو نیونو کې زیاتوالی راغلی دی." ویبر وویل، په لوړه کچه وروستي بریدونه ښايي "یوازې د هغه څه پیل وي چې دې ډلې پلان کړي دي."