طالبان: د اپینو د تولید د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور سم نه دی

ملګرو ملتونو روان کال کې په افغانستان کې د تولید شوي اپین ارزښت ۲۶۰ میلیونه ډالره ښودلی او ویلي دي چې دا د تیر ۲۰۲۳ کال پرتله د اپینو د مجموعي تولید په ارزښت کې ۱۳۰ فیصده زیاتوالی ښيي>

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په روان ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د اپینو په تولید کې تر ۳۰ فیصدو زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو جرمنو سره د مبارزې دفتر (UNODC) راپور رد کړی او بې اساسه یې بللی دی.

ددغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۷(لیندۍ اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې ویلي: "د کورنيو چارو وزارت د يادې ادارې وروستۍ څرګندونې او ادعا په کلکه ردوي او له حقيقته يې لرې ګڼي."

د کورنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو جرمنو سره د مبارزې دفتر د راپور د ردولو ترڅنګ پر نړیوالې ټولنې هم انتقاد کړی چې نشه یي توکو سره په مبارزه کې یې طالبان یوازې پریښي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "لکه څرنګه چې له نړیوالو هېوادونو او بيلابيلو موسسو څخه په دې برخو کې د همکارۍ تمه کیده او په ځانګړې توګه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشیت د برابرولو په برخه کې، له بده مرغه د دغو بنسټونو لخوا هیڅ ډول همکاري نه ده شوې او د افعانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] په دې مبارزه کې يوازې پريښودل شوی دی".

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۷(لیندۍ اووم) په افغانستان کې د اپینو د تولید په اړه په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوی، چې ورسره د تیر ۲۰۲۳ کال په پرتله د اپینو تولید کې هم ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ملګروملتو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دوېیم پرله پسې کال لپاره د اپینو تولید کچه د ۲۰۲۲ کال پرتله ټیټه پاتې شوې ده او د اپینو تولید د ۲۰۲۲ کال پرتله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو پرکرکیله بندیز ولګوه ۹۳ فیصده ټیټ پاتې شوی دی.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیه او اپینو په کارو باندې بندیز لګولی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰۲۲ کال پرتله د اپینو تولید او د کوکنارو کرکیله کې تر ۹۵ فیصدو پورې کموالی راغلی وو.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې دفتر په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه په یو راپور کې چې د نومبر شپږم (لړم ۱۶) خپور شوی ویلي وو چې په دغه هیواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د تیرکال په پرتله د کوکنارو په کښت کې ۱۹ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

دغه دفتر ویلي چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا وزارت د کوکنارو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده د نشه يي توکو د بندیز د فرمان پلي کیدو ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د نشه یي توکو له منځه وړلو لپاره تر خپله وسه هڅه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه وزار د ارزونو له مخې په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او تولید په برخو کې په تېر یو کال کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی. ‏دغه وزارت ویلي چې د طالبانو د پوليسو ځواکونو په ټولو ولايتونو کې د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو په برخه کې يو شان عملي ګامونه پورته کړي دي.

‏د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په تولو ولایتونو کې د کوکنارو له منځه وړلو لپاره ددغه وزارت د اقداماتو دا یادونه په داسې حال کې کړې چې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې میاشتو کې د بدخشان په ولایت کې د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت له منځه وړلو پرمهال د دغې ډلې د امنیتي ساتوونکو او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ لږ ترلږه په دوو ولسوالیو کې وسله والې نښتې شوې وې، چې له امله یې د طالب وسله والو په ګډون یو شمیر کسان مړه او ټپیان شوي وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله ددغه هیواد د جنوب لویدیځو سیمو څخه شمال ختیځو سیمو ته انتقال شوې او سږکال په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت کې د تیرکال پرتله ۳۸۱ فیصده په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې په مصنوعي ډول د میتامفیتامین په څیر نشه يي توکو تولید او ورته په اسانه په لاس رسي باندې اندیښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر اجرائیوي مشرې غدا ولي خبرداری ورکړی چې که چیرې په افغانستان کې نشه يي توکو پر وړاندې نړیوالې هڅې همغږې نشي کیدای شي چې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت بندیدل به د میتامفیتامین په څیر د خطرناکو مصنوعي نشه يي توکو په تولید بدل شي.

میرمن ولي ویلي: "د دوېیم کال لپاره د اپینو د کښت او تولید کمښت فرصتونه او پیچلې ننګونې وړاندې کوي. نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت په افغانستان او یا هم په پراخه توګه په سیمه کې د میتامفیتامین په څیر د خطرناکو مصنوعي نشه يي توکو تولید سره بدل نشي. مونږ همدارنګه اړتیا لرو چې د کوکنارو پورې تړلو کلیوالو ټولنو سره مرسته وکړو ترڅو د زیربناو، کرهڼیزو سرچینو او دوامداره معیشت په برخو کې د پانګونې له لارې قانوني اقتصاد محوره او ګټور بدلونونه خپل کړي".

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د غونډې جوړیدل

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۸ (لیندۍ اتم) د قطر په پایتخت دوحه کې د ځانګړو استازو د ۳ ناستې په تعقيب، نن د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د کاري ډلې افتتاحیه غونډه د پرانیستې خبر ورکړی دی.

یوناما له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې غونډې په اړه ویل شوي: "د کاري ډلې د جوړولو طرحه امنیت شورا ته د وړاندې شوې (S/2023/856) خپلواکې ارزونې د وړاندیزونو پر بنسټ وه ترڅو د افغانستان له حاکمو چارواکو [طالبانو] سره د دې هیواد د خلکو په ګټه د ښکیلتیا یو لا منسجم او همغږی بهیر تعقيب کړي".

د دوحې ۳ غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازواو د یو شمیر نړیوالو استازو په ګډون د جون په ۳۰ او د جولاۍ په اول جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د بانکي سکټور د ستونزو، نشه يي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سګټور د پیاوړتیا په اړوند مسایلو خبرې او بحثونه شوي وو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا له دغې آنلاین غونډې وروسته ویلي: ” د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه مهمه موضوع ده، چې هم پر کلیوالي سیمو او هم د سمې پر سوله او ثبات اغیز کوي".

دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې په کار دي د دوحې ۳ د بحثونو وروسته په دې تړاو په کابل کې د دپلوماتیکو کړیو سره د خبریتا او پوهاوي غونډې جوړې شي او ددغو غونډو په تعقیب به د دوحې۳ غونډې بحث شوي مسایل د طالبانو د حکومت او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه تعقیب شي.

په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو د دوحې ۳ غونډې په پاې کې ویلي و چې دا بهیر دوام لري او د میرمن دیکارلو په وینا" مونږ لا د بهیر په پیل کې یو".