طالبان : د اوزبیکستان نوي سفیر خپل باور لیک متقي ته وسپاره

اویبک عثمانوف د اوزبیکستان د یو مشهورافغانستان پیژندونکي عارف عثمانوف زوی دی چې د نورو ژبو سربیره د خپل مرحوم پلار په څیر په پښتو ژبه هم روانې خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د اوزبیکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف نن په کابل کې د خپل باورلیک کاپی ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته سپارلې ده.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ نومبر۲۰(لړم ۳۰) د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي د ایبک عثمانوف سره په کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو حکومت به ورسره په اړوندو چارو کې بشپړه همکاري کوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د دواړو هېوادونو فعال سفارتونه دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي".

په دې خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د نوي سفیر عثمانوف له قوله ویل شوي چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروګلویزې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.

د ازبکستان نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تبادله د نږدې اړیکو د بېلګي په توګه یاده کړې ده.

دمخه د اوزبیکستان رسنیو راپور ورکړی وو چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې خپل پخوانی سفیر اویبک عثمانوف افغانستان لپاره د فوق العاده او ټول اختیاره سفیر په توګه ټاکلی دی.

د اوزبیکستان د اوز ورځپاڼې د اکتوبر۲۷(لړم شپږم) په خپله انټرنیټي پاڼه لیکلي چې د دغه هیواد نوی سفیر د اکتوبر د میاشتې په وروستیو کې کابل ته تللی وو.

اویبک عثمانوف د اوزبیکستان د یو مشهور افغانستان پیژندونکي عارف عثمانوف زوی دی چې د نورو ژبو سربیره د خپل مرحوم پلار په څیر په پښتو ژبه هم روانې خبرې کوي.

هغه د ۱۹۹۸ کال راهیسې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو په ورازت کې ددغه وزارت د مرستیال په ګډون په بیلابیلو دندو هم کار کړی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته اوزبیکستان د طالبانو د حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي دي، نه یوازې یې په کابل کې خپل سفارت پرانیستې پریښې دی، بلکې د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته یې په تاشکند کې د افغانستان سفارت چارې هم سپارلي دي.

ددې دمخه د طالبانو حکومت د اکتوبر د میاشتې په لسمه ( تلې ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د طالبانو د یو دپلومات عبدالغفار بحر په تاشکند کې د طالبانو سفیر په توګه د منلو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، په تاشکند کې د طالبانو سفیر، دریم سفیر دی چې د یوې بهرنۍ هېواد له لوري منل کېږي. له دې وړاندې د طالبانو دوه نور سفیران په چین او متحده عربي اماراتو کې هم منل شوي وو.

اوس مهال د اوزبیکستان سربیره د چین، روسیې، ترکیې او ایران سفیران په کابل کې په خپلو سفارتونو کې فعالیت کوي.

د طالبانو واک ته د بیا رسېدو څخه له دریو کلنو زیاته موده تیره شوې، خو تر دې دمه هیڅ کوم هېواد او نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان بهر ددغه هیواد ډیرو سیاسي استارولیو سره اړیکې لري او په یو شمیر اروپايي، سیمې او ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان استازولۍ ددغه وزارت تر څارنې لاندې کار کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره له وړاندې ددغې ډلې د حکومت له خوا په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي اقلیتونو په ګډون د افغانانو بشري حقونوته درناوی او د تروریستي ډلو سره د هرډول اړیکو د پرې کولو شرطونه ایښي دي.

طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې دا شرطونه نه دي عملي کړي، بلکې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه یې سرغړونې لا پراخه کړي دي.