په افغانستان کې طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۱۰مه (تلې ۱۹مه) ویلي، چې اوزبیکستان د دغې ډلې د سفیر باورلیک منلی دی.
دغه اقدام په نړیواله کچه د طالبانو د منزوي حکومت لپاره یو کمسارې دپلوماتیکه بریا ګڼل کیږي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، په تاشکند کې د طالبانو سفیر، دریم بهرنی سفیر دی چې د یوې بهرنۍ هېواد له لوري منل کېږي. له دې وړاندې د طالبانو دوه نور سفیران په چین او متحده عربي اماراتو کې هم منل شوي وو.
که څه هم د طالبانو د واک ته رسېدو درې کاله پوره شوي، خو تر دې دمه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
طالبان هڅه کوي د خپلو دپلوماتیکو اړیکو په پراختیا تمرکز وکړي او په لومړي ځل یې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په تیر دوبي کې په خبرو اترو برخه هم اخیستې وه. دا پداسې حال کې دی چې طالبانو له ګاونډیو هېوادونو سره تر ډیره بریده د اقتصادي همکاریو په ټینګار اړیکې ټینګې کړي دي.
د طالبانو د حکومت له لوري اوزبیکستان ته استول شوی سفیر عبدالغفار بحر نومیږي چې په تیر کې د کندهار او کابل په ولایتونو کې په عدلي او قضایي چارو کې دندې ترسره کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي، چې د چهارشنبې په ورځ د یو ځانګړي مراسمو په ترڅ کې عبدالغفار بحر باورلیک ومنل شو.
نوموړي ویلي:"په دې مراسمو کې ښاغلی سعیدوف [د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر] د ا.ا.ا. سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د اوزبیکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو په پراختیا کې مهم ګام وباله."
بلخي ویلي، د طالبانو سفیر به ډېر ژر خپل د باور لیک اصلي نسخه د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ته هم وسپاري.
بلخوا د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدووف په ټولینزې شبکې کې په یوه پیغام لیکلي: "ګډ تاریخ او ګډ اقتصادي ګټې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د همکاریو د پراختیا لپاره یو مهم عامل دی. "
فورم \ دبحث خونه