د خبریالانو د ملاتړ ځینو ادارو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو باندې د طالبانو د بندیزونو په دوام ویلي چې دغې ډلې د نورستان په ولایت کې هم سیمه ییزې رسنۍ د تصویرونو د خپرولو څخه منع کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نورستان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ددغه ولایت اداري مسوولینو او کارکوونکو ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا پر رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو پر دوام باندې اندیښنه ښودلې او د هغوی د کار پر بهیر یې ددغو محدودیتونو د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغه مرکز ویلي: " د افغانستان د خبریالانو مرکز په رسمي ډول دغو محدودیتونو پراخیدل په سیستماتیک ډول د بیان د ازادۍ او رسنیو د ځپلو یوه څرګنده بیلګه ګڼي چې د بیان ازادۍ ته د یو اساسي حق په توګه جدي زیان رسوي او معلوماتو ته لاس رسی لا محدودوي".
اوس مهال په نورستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون او د باختر د خبري اژانس د ولایتي څانګو د فعالیت ترڅنګ د الینا، سوله او پارون غږ په نومونو درې خصوصي راډیوي خپرونې هم فعالیت کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې ملي تلویزیون په نورستان کې په سیمه ییزه کچه هیڅ کومه خپرونه نلرله او ددغه بندیز دمخه هم د کابل د ملي تلویزیون خپرونې یې خپرولې.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر خبریالانو او رسنیو باندې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.
د خبریالانو د ملاتړ د یو شمیر ادارو د معلوماتو پر اساس طالبانو د نورستان سربیره تراوسه په پنځه نورو ولایتونو کندهار، تخار، بادغیس، هلمند او ننګرهار کې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان هم د سه شنبې په ورځ جنورۍ اوومه( مرغومې ۱۸مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د نورستان ولایت کې پر ژوندیو موجوداتو د طالبانو د بندیز خبر ورکړی او ویلي دي چې اوس مهال په افغانستان کې په شپږو ولایتونو کې طالبانو په رسمي ډول دا بندیز پلی کړی دی.
دغه سازمان ویلي: " د بې پولې خبریالان پر هغوی [طالبانو] باندې غږ کوي چې ژر ترژره دې دا بندیز لیرې کړي کوم چې په شپږم ولایت کې عملي شو، دا بندیز معلوماتو ته د لاس رسي حق ګواښوي."
د نورستان ولایت دمخه د پنجشیر په ولایت کې سیمه ییزو سرچینو امریکا غږ ته ویلي وو چې ددغه ولایت د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د سیمه ییزې ادارې کارکوونکو او مسوولینو ته خبرداری ورکړی چې د ژوندیو موجوداتو د هرډول تصویرونو خبرول منع دي او له خپرولو څخه دې ډډه وکړي.
ددغو سرچینو د وینا پراساس د امربالمعروف او نهی عن المنکر ولایتي ریاست کارکوونکو د پنجشیر ولایت د سیمه ییزې ادارې د کارکوونکو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې دې هم د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرولو ډډه وکړي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱مه (زمري لسمه) د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ چې د اګست په ۲۱مه (زمري ۳۱مه) د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا یې نافذیدل اعلان شو.
په دغه قانون کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ، محتسبینو ته ددې واک ورکړل شوی چې د یوې رسنۍ د پروګرامونو له محتویاتو څخه د ژوندیو موجوداتو تصویرونه لیرې کړي. د دغه قانون د پلي کیدو وروسته لږ ترلږه پهشپږو ولایتونو کې د دولتي تلویزیون " ملي تلویزیون" د ولایتي څانګو په ګډون تلویزیوني خپرونې بندې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ژمنه کړې، چې دا قانون به په ټول افغانستان کې په تدریجي ډول تطبیق کوي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان بیا واک تر لاسه کړی اوپر دغې مودې کې یې پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي دي او هغه رسنۍ چې لا هم فعالې دي له اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو د یو راپور له مخې، د طالبانو د حکمونو په پایله کې رامنځته شوې کلتوري او ټولنیزې ستونزې د دې لامل شوې چې په افغانستان کې رسنۍ په ځان سانسور ولګوي.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو کار بند کړی، له ۱۲ زرو خبریالانو څخه، دوه پر دریمه برخه یې دندې له لاسه ورکړي او یا یې دندې پریښي دي. همدارنګه ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.