تایوان وايي د چین له اقداماتو وروسته یې 'جګړې ته د تیاري تمرینونه' پیل کړي

د تایوان پوځي تمرینونه

تایوان دوشنبې اګست نهمه (لیندۍ ۱۹) وویل چې د تایوان په تنګي او لویدیځ ارام سمندر کې د چین د سمندري او ساحل ساتنې د ځواکونو د بیړیو له لیدلو وروسته یې ځواکونه د تیارسي په حال کې دي او "جګړې ته د تیاري تمرینونه" یې پیل کړي دي.

ددغو تمرینونو بل لامل د چین د پوځ له خوا ددغه هېواد په ساحلي سیمو کې د فضايي حریم محدود کېدل ښودل شوی دی.

د تایوان د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل: "د چین ختیځ، شمالي او جنوبي قوماندې سمندري قطعات لیدل شوي چې د ساحل ساتونکو کښتیو سره، د تایوان تنګي او لویدیځ آرام سمندر شاوخوا سیمو ته ننوځي."

په بیان کې زیاته شوي چې "د چین ددغو اقداماتو په ځواب کې، د دښمن د ګواښ، اقلیمي وضعیت او تاکتیکي موقعیت په پام کې نیولو سره، د تایوان د دفاع وزارت جګړې ته د تیاري تمرینونه پیل کړل."

وزارت همدارنګه ویلي چې تایواني ځواکونو پر خپلو لیرې پرتو ټاپوګانو باندې "پاملرنه پیاوړې کړې" ده.

بل خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تایوان ددغو تمرینونو په ځواب کې به بیجینګ له خپل ملي حاکمیت څخه په کلکه دفاع وکړي.

تایوان چې خپل حکومت، اردو او اسعار لري، ځان د یو خپلواک هیواد بولي. خو چین ټینګار کوي چې تایوان یې د خاورې برخه ده او د خپلې دغه ادعا لپاره په منظم ډول پوځي الوتکې او بیړۍ ګوماري.

دا مطلب هم ولولئ د تایوان ولسمشر په امریکا کې: د جګړې د مخنیوي لپاره باید ګډه مبارزه وکړو

پسیفیک ته د تایوان د ولسمشر لای چینګ تي د تیرې اونۍ له سفر وروسته چې په دې ترڅ کې د امریکا په خاوره کې هم تم شو، باور کېده چې چین ښايي د غبرګون په توګه پوځي تمرینونه پیل کړي.

لای د پنجشنبې په ورځ په ګوام کې متحده ایالاتو د استازو د جرګې له جمهوري غوښتونکي رئیس مایک جانسن سره خبرې وکړې. بیجینګ له دې کبله انتقاد کړی دی.

ددې مطلب لپاره د فرانس پرس اژانس له معلوماتو استفاده شوې ده.