د سولې ښوونځی چې له کابو یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي زرګونه هغو افغان نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده چې ښوونځي ته له تللو بېبرخې شوي دي.
په ۲۰۲۱ عیسوي کال کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونه دروازې د نجونو پر مخ تړل شوي دي، خو د نجونو یو شمیر ښوونځي چې د غیر انتفاعي بنسټونو له خوا اداره کېدل لا هم فعاله دي او د انټرنټ له لارې یې په انلاین بڼه نجونو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
د سولې ښوونځي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په کابل کې فعالیت پیل کړی و تر ۲۰۲۱ کاله پورې یې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې څانګې پرانیستلې. سوله په افغانستان کې یوازینی ښوونځی و چې د نجونو لپاره یې لیلیه درلودله او د مختلفو ولایتونو زدهکوونکې په کې اوسېدلې.
د سولې د ښوونځي بنسټ ایښودونکې شبانه بسیج راسخ وايي چې د دغه ښوونځي له جوړولو څخه یې هدف دا و ترڅو د هغه وخت د تعلیمي نصاب د تدریس ترڅنګ نجونو ته د داسې زدهکړو زمینه هم برابره کړي چې له مخې یې هغوی په ټولنه او هېواد کې اغیزمن رول ولري.
د میرمن راسخ په وینا چې د افغانستان له ډیرو وروسته پاتې سیمو څخه نجونې په دې ښوونځي کې شاملې وې چې یو شمیر یې له فارغېدو وروسته د نړۍ معتبرو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړه.
خو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته میرمن راسخ او د سولې ښوونځي یو شمېر زدهکوونکې اړ شوې چې له افغانستان څخه بهر ته کډوالې شي. راسخ وايي چې هغه وخت یې د ژوند تر ټولو غمجنه ورځ وه کله چې یې د ښوونځي د نجونو اسناد وسوځول ترڅو طالبان ورته لاسرسی پیدا نکړي.
د سولې ښوونځی د طالبانو له راتګ وروسته په روانډا هېواد کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل. راسخ وايي هغې د سولې د ښوونځي یو شمېر زدهکوونکې روانډا ته وروغوښتې او اوس په دغه هېواد کې د بهرنیو استادانو له خوا ورته تدریس کېږي.
په ۲۰۲۳ کال کې د سولې په ښوونځي کې د نجونو د نوملیکنې شمېر له زیاتېدو سره دغه بنسټ د ایکس د سولې ښوونځي نوښټ پیل کړ ترڅو ټولو نجونو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي.
ایکس سوله ښوونځی د ښوونې یو انلاین مرکز دی چې د وټساپ له لارې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو نجونو ته زدهکړې کوي.
دا مرکز د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې جوړ شو او تر اوسه په کې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو څه باندې لس زره نجونې زدهکړې کوي.
د نجونو او ښځو پر زدهکړو د طالبانو بندیز په افغانستان او نړۍ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی او د نړۍ زیات شمېر هېوادونو او معتبرو نړیوالو بنسټونو د طالبانو دا اقدام غندلی دی.
د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز د دې لامل شوی چې یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت ونپېژني.
د متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، ورته د کار او زدهکړې زمینې برابرول، د اقلیتونو د حقونو اعاده او د ټولشموله حکومت جوړول چې په کې د افغانستان ټول قومونه او ډلې شامل وي هغه شرطونه دي چې په عملي کېدو سره به یې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
طالبانو تل دا انتقادونه رد کړي دي او په افغانستان کې یې د نجونو او ښځو زدهکړه او کار داخلي مسایل بللي دي او ټینګار یې کړی چې هیچا ته د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.