د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نجونو ښوونځي حساسه موضوع ده، په اونیو او میاشتو کې پرېکړه امکان نه لري


طالبانوتیرو دریو کلنوکې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پرزده کړو بندیز لګولی او هم یې د ۲۰۲۲ د ډسمبر میاشتې وروسته پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزلګولی دی.
طالبانوتیرو دریو کلنوکې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پرزده کړو بندیز لګولی او هم یې د ۲۰۲۲ د ډسمبر میاشتې وروسته پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزلګولی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم وايي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د ډلې دریځ د شریعت سره په تضاد کې نه دی، بلکې کوم څه چې شرعي نظام په دې اړه پریکړه کوي په هکله به یې هماغسې پریکړه وشي.

ندا محمد ندیم د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبلې څلورم) د طالبانو د حکومت له خوا د رسنیو له لارې ملت ته د ځواب ویلو د روان پروګرام په لړ کې خبریالانو ته وویل: "دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، دا چې په دې تړاو په اونیو او میاشتو کې پریکړه وشي امکان نه لري."

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې لا هم روانې دي که چیرې په څیړنو کې دیني عالمانو ته دا ثابته شي چې د ښځو زده کړې په دې ډول جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي او که نه د ښځو او نجونو پرمخ به د روزنیزو ادارو دروازې همداسې بندې پاتې شي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي په وینا هرهغه څه چې شریعت په دې برخه کې حکم وکړي د دغې ډلې حکومت به هم هغه پریکړه عملي کړي.

هغه وویل: " که چیرې یو څوک پیدا شي چې د حنفي فقې په رڼا کې دا ثابته کړي او دغه وزارت ته راشي مونږ سره مسله شریکه کړي چې په دې کتاب کې د ښځو د زده کړو لپاره اجازه شته دی، زه باور لرم دا مسله حل کیږي، خو د رسنیو پر وړاندې د عامو روایتونواو څرګندونو له لارې د ښځو د زده کړو مسله نشی حل کیدلی."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو سره هممهاله طالبانو د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو ښونځي اصلا نه دي پرانیستي او د طالبانو حکومت د ندا محمد ندیم د کار په مهال د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په ۲۴ په په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ملګري ملتونه وايی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول نجونې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د زده کړو له دوام څخه محرومې شوي دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیواو پوهنتونونود دروازو د پرانیستلو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هیڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی، خو ددغه حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نړیوالې ټولنې دغې غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي چې د نجونو او شځو زده کړې د افغانانو داخلي مسله ده او دوی هڅه کوي دننه په خپل هیواد کط دغې ستونزې ته د حل لار ولټوي.

د ملګروملتونو د شمیر له مخ اوس مهال د یو میلیون څخه زیاتې نجونې له ښوونځیو بهر دي او د هرکال په تیرو په دې شمیر کې زیاتوالی راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG