له زده کړو د ښځو اونجونو محرومیدل د زیږون پرمهال د میندو د مړینې کچه لوړوي - راپور

عکس: ارشیف

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر(سیګار) د سلګونو زرو افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیت د اغیزو په اړه په یو راپور کې د ملګرو ملتونو له قوله ویلي چې دا محدویت به د ۲۰۲۶ پورې د افغان میندو له وخت دمخه د ماشومانو د زیږیدو او د زیږون پرمهال د مړینې کچه نږدې نیمايي زیاته کړي.

سیګار د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۲(لړم ۲۲) د ایکس په شبکه کې په دغه خپور کړي راپور کې د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د یو وروستي راپور پر اساس ویلي چې اوس مهال د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هره میاشت تر ۲۰ زرو پورې میندې ماشومان زیږوي.

سیګار لیکلي: "د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به له ښوونځیو څخه بهر د ۱.۱ میلیون نجونو او د پوهنتونونو څخه د ۱۰۰ زرو ښځو بهر پاتې کیدو د اغیزې تر ۴۵ فیصدو پورې د وخت دمخه زیږون او تر ۵۰ فیصدو پورې د میندو د مړینې کچه زیاته کړي".

د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د یو راپور پراساس په افغانستان کې په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوري رژیم پرمهال په دغه هیواد کې د میندو د مړینې کچه په اتو خورا لوړو کچو کې شامله وه. په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د زیږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې د مړینې کچه ۶۴۰ تنو ته رسیږي. ددې راپور له مخې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر زده کړو محدودیتونو له امله ګواښ لا زیات شوی دی.

سیګار په دې راپور کې په افغانستان کې زیږون پر مهال د قابلیو د شتون اړتیا مسله هم یاده کړې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف د یو راپور له مخې ویلي چې اوس مهال په دغه هیواد کې تر ۶۷ فیصدو پورې میندې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو د څارنې لاندې ماشومان زیږوي.

د سیګار ددغه راپور دمخه تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هم په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په میندوارۍ او زېږون کې د داسې ناروغیو له کبله مري، چې علاج یې شته او مخ یې نیول کېدای شي.

د اسیا او پاسفیک حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي: "په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم کمزوري تشکیلات او روغتیايي خدمتونو ته د میندو محدود لاس رسی په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کوي."

په دې راپور کې ویل شوي چې په تیرو دریو کلنو کې د اقتصادي بې ثباتۍ، د ښځو په کار او زده کړو د محدودیتونو، د جبري ستنیدلو بهیر او پراخه کچه د بې ځایه کیدو له امله دا بحران لا ژور شوی دی.

دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونشي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په خپل دغه راپور کې ویلي چې د افغانستان د وګړو ۶۳ فیصده د ۲۵ کلنو څخه کم عمر لري او په دغه هیواد کې ځوانان ددغې ادارې پروګرامونو سره همکاري لري او دا اداره هم د خپل بیړني غبرګون د پروګرام له لارې هغوی ته خدمتونه برابروي او د ځواکمنیدو لپاره یې کارکوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د اکتوبر۲۴ (لړم درېیم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې اوس مهال په دغه هیواد کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري.

اروپايي ټولنې ویلي: "افغانستان کې د نړۍ په پرتله د ميندو، ماشوم او نوي زيږون د مړينې کچه تر ټولو لوړه ده. د اميدوارۍ او زيږون پورې اړوند د مخنيوي وړ اختلاطاتو له امله په هرو دوه ساعتونو کې يوه مور خپل ژوند له لاسه ورکوي. ۲۵ فیصده افغانان په سختو سيمو کې چي لاسرسۍ ورته ستونزمن دی ژوند کوي

اروپايي ټولنې د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدمتونو د کچې د پراختیدو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوو ادارو ډبلیو ایچ او او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سره د شاوخوا ۳۰ میلیون یورو مرسته هم کړې ده.