سیګار د امریکا کانګرس ته د خپل فعالیت پای ته رسولو وړاندیز کړی

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش جان ساپکو

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو د سرمفتش دفتر (سیګار) په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرس ته وړاندیز کړی چې په راتلونکي سپتمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.

په دغه درې میاشتني راپور کې چې د جمعې په ورځ، نومبر اتمه (لړم ۱۸)، رسنیو ته لیږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلی دی.

په راپور کې ددغه ادارې د مشر جان ساپکو له خولې ویل شوي: "د ادارې د تړلو لپاره زما وړاندیز جیو پولیټیک واقعیتونه منعکس کوي، دا چې طالبانو واک اخیستی او ورسره له افغانستان سره د امریکا مرسته کمه شوې ده."

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د متحده ایالاتو ځانګړې شوې بودیجه، د سیګار د وروستي راپور په اساس، ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶.۶۸ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ په سپتمبر کې یوازې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو د سرمفتش دفتر په راپور کې مشوره ورکړل شوې چې په ۲۰۲۶ مالي کال کې د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو د ادارې (یوایس اېډ) دایمي مفتشین د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د خورا کمې شوې مالي همکارۍ څارنه وکړي.

په راپور کې ویل شوي: "موږ باور لرو چې له سیګار څخه دغو مفتشینو ته د څار مسئولیت سپارل پرځای او د لګښتونو سپموونکی ګام دی چې د امریکا د مالیه ورکوونکو د پیسو د سپمولو لپاره د سیګار له ماموریت سره سمون لري."

دا مطلب هم ولولئ افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د بهرنیو چارو وزارت کې په بلې دندې وګمارل شو

د سیګار د کار د پای ته رسېدو وړاندیز په داسې حال کې شوی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې د افغانستان په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ کار پای ته رسېدلی او نوموړی په دغه وزارت کې په بله دنده ګمارل شوی دی.

د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د کاري دورې د پای ته رسېدو وروسته، ویسټ د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو.

سیګار په خپل راپور کې ویلي: " ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې داسې مهال وټاکل شو چې افغانستان له قحطۍ سره مخامخ او اقتصاد یې د سقوط په حال کې و. حکومت د هغه ځای ناستی اعلان نه کړ."

سیګار د خپل کار د پای ته رسولو د وړاندیز عمده هدف د پیسو سپمول ښودلي دي. دغه ادارې، چې په ۲۰۰۸ کال پيل کړی، ویلي چې د خپل فعالیت په ترڅ کې دا دې مهاله یې "د نورو مهمو لاسته راوړنو ترڅنګ د امریکا د مالیه ورکوونکو نږدې څلور میلیارد ډالر سپمولي دي."

سیګار ويلي چې په کانګرس کې د سنا د تخصیص کمیټه به ددې ادارې د وړاندیز په اړه پرېکړه کوي او همدارنګه که د افغانستان لپاره د ځانګړې شوې بودیجې اندازه له ۲۵۰ میلیون ډالرو څخه کمه شي، په دې صورت کې هم ددې ادارې فعالیت پای ته رسیږي.

دا مطلب هم ولولئ ملګري ملتونه: د امربالمعروف قانون د نافذیدو وروسته افغانستان کې د غیردولتي ادارو څارنه او ارزونه سخته شوې

د سیګار په درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت د نوي قانون یادونه شوې او ویلي یې دي چې ددې قانون له پلې کېدو سره په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ازادي نوره هم محدوده شوې او "طالبانو د نړیوالو بشري هڅو ځورولو ته دوام ورکړی دی."

په راپور کې راغلي: "په نتیجه کې د ۸۳ بشري پروګرامونو فعالیتونه په موقتي توګه ځنډېدلي دي. په دې کې د درې مراکزو تړل کېدل او د نهو همکارانو نیول کېدل شامل دي." په راپور کې د تړل شویو مراکز نومونه او د نیول شویو کسانو هویت ندی څرګند شوی.