د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په وسله والو بريدونو کې د دوو امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۵) غرمه مهال په ډېره اسماعیل خان کې ناپېژندليو وسله والو د سرحدي ځواکونو د موټرو پر کاروان بريد وکړ چې په نتيجه کې يې يو سرتېری ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.
بلخوا په کورمه کې د وسله والو په بريد کې دوه کسان وژل شوي او يو ژوبل شوی دی. پوليس وايي چې وسله والو د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۵) ماسپښين مهال په بګن سيمه کې له پېښوره د پاړه چینار پر لور تلونکو دوو مساپر وړونکو موټرو برید وکړ چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل شول او يو ژوبل شو.
پر دې سربېره په شمالي وزيرستان کې په دوو جلا جلا بريدونو کې يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. پوليس وايي د نومبر پر پنځمه (لړم ۱۵) ماښام مهال ناڅرګنده وسله والو په ميرلي کې يو ځايي تن په هدفي بريد کې وواژه او وروسته وتښتېدل. تر دې وړاندې، د نومبر پر څلورمه (لړم ۱۴) ماخوستن مهال ناپېژندليو وسلوالو د تېلو او ګازو شرکت پر کارکوونکو بريد وکړ او درې کاريګر يې ژوبل کړل.
بلخوا په جنوبي وزیرستان کې په وسله وال بريد کې يو پولیس او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي. د واڼه پوليسو يو مشر امين وزير ويلي دي چې د نومبر پر څلورمه (لړم ۱۴) ماخوستن مهال په اعظم ورسک سيمه کې ناڅرګنده وسله والو يو موټر په راکټ وويشت چې په نتيجه کې يې يو پوليس او دوه عام وګړي ووژل شول.
تر اوسه د دې بريدونو مسوليت چا نه دی منلی. بلخوا پوځ او پوليسو ويلي چې د لټون عمليات یې پيل کړي او هڅه کوي چې بریدګر ونیسي. خو ځايي فعالانو پر امنيتي ځواکونو او حکومت نیوکې کړي چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په دې وروستيو کې وسله وال بريدونه زيات شوي چې ځايي اوسیدونکي يې د مخنيوي لپاره پرلتونه، لاريونونه او جرګې کړې دي او له حکومته يې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.