د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان کې په چاودنه کې د ماشومانو په ګډون اوه تنه مړه شوي


د مستونګ په سیمې کې پولیسو ویلي چې دا چاودنه د جمعې د ورځې سهار مهال شاوخوا اته نیمې بجې ددغې سیمې د ګڼې ګوڼې په یو ځای کې شوې ده.
د مستونګ په سیمې کې پولیسو ویلي چې دا چاودنه د جمعې د ورځې سهار مهال شاوخوا اته نیمې بجې ددغې سیمې د ګڼې ګوڼې په یو ځای کې شوې ده.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې نن د جمعې په سهار نومبر اول (لړم ۱۱) ددغه ایالت د مستونګ په سیمه کې په یوه چاودنه کې د ښوونځي د څلورو ماشومانو په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.

د مستونګ د سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د جمعې د ورځې سهار مهال شاوخوا اته نیمې بجې ددغې سیمې د ګڼې ګوڼې په یو ځای کې شوې چې له امله یې ۱۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د امریکا غږ ډیوې راډیو د سیمې د یو پولس د افسر له قوله ویلي چې په دې چاودونه کې یو پولیس او شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي. د بلوچستان د ایالت سیمه ییزو امنیتي چارواکو ویلي چې دا پیښه له سیمې د پاکستان د امنیتي ځواکونو د موټرو د تیریدو پرمهال په یو موټرسایکل کې د ځای پرځای شوې چاودیدونکو توکو ته له لیرې ځای څخه د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د پولیسو دغه چارواکي چې په راپور کې یې د نوم له اخیستلو ډډه وکړه، وویل چې د پیښې ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي. هغه د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

د بلوچستان د ایالت د حکومت ویاند شاهد رند ویلي چې د چاودنې ځای ته اضافي امنیتي سرتیري استول شوي او د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي. هغه وویل چې د دې چاودنې د عاملینو د پیژندلو لپاره هڅې روانې دي.

د بلوچستان د ایات اعلی وزیر سرفراز بګتي دا برید په سختو ټکو غندلی دی. تراوسه ددغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ددې برید دمخه ددغسې پیښو مسوولیت د " بلوچستان د ازادۍ اردو" په غاړه اخیستی وو.

دغه وسله واله ډله د پاکستان په مرکزي حکومت باندې تورلګوي چې د بلوچستان د ایالت له طبیعي شتمنیو ګټه اخلي،خو ددغه ایالت د پرمختګ لپاره یې نه کاروي. دا ډله وايي چې د بلوچستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په سیمه کې د سخت دریځو هدف د اقتصادي پرمختګ مخنیوی دی. د بلوچستان ایالت د افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري او په دې ایالت کې د چین عمده اقتصادي پروژې پلي کیدل هم په پام کې نیول شوي دي. په پاکستان کې په دې وروستیو میاشتو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي. په اسلام اباد کې د یو څیړنیز مرکز د یو راپور له مخې یوازې د سپټمبر په میاشت کې په پاکستان کې ۷۷ وسله وال بریدونه ترسره شوي دي چې ۴۷ یې یوازې د خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.

د پاکستان پوخ او حکومت په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د څو میاشتو راهیسې د " عزم استحکام" په نوم عملیات پیل کړي دي، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګونونو ددغو عمیلیانو سره مخالفت ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG