روسیه وايي د داسې ګرځنده پناه ځایونو تولید یې پیل کړی چې د اتومي چاودنې د ټکانونو او وړانګو په ګډون د بېلا بېلو ګواښونو په وړاندې مقاوم وي.
د روسیې د بېړنیو خدمتونو د څېړنې انستیتوت ویلي چې د "KUB-M" هر پناه ځای ۴۸ کسان ساتلای شي.
دغه انستیتوت ویلي دي چې د دغو پناه ځایونو جوړول د روسیې "د اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام" دی.
چارواکي وايي چې دا پناه ځایونه د چاودونو، د وسلو د پارچو، د ودانیو د نړېدو، کیمیايي خطرونو او اور په وړاندې هم مقاوم دي.
د "KUB-M" پناه ځای کانتنیر ته ورته دی او دوې برخې لري: د ۵۴ کسانو لپاره یوه خونه او یوه فني برخه. د روسیې د بېړنیو خدمتونو د څېړنې انستیتیوت ویلي که ضرورت شو، په دغه پناه ځای کې نورې برخې هم زیاتېدای شي.
روسیې داسې مهال د دغو پناه ځایونو جوړول پیل کړي، چې څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړه چې د روسیې په خاورې کې دننه د بریدونو لپاره د امریکا د لېرې واټن وېشتونکو میزایلو څخه کار اخیستلای شي. مسکو دا یوه بې باکه پرېکړه بللې او د بدو عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
مسکو همدغه راز د دغو پناه ځایونو جوړلو له هېڅ اوسني کړکیچ سره نه دي تړلي.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره ورځ د خپل هېواد د اتومي وسلو نوي لارښودونه او دوکتورین لاسلیک کړل، چې د روسیې ځمکنۍ بشپړتیا ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د اتومي وسلو کارول اسان کوي.
د روسیې د بېړنیو خدمتونو د څېړنې انستیتوت ویلي دي چې جوړېدونکي پناه ځایونه په اسانه له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالېدای او د اوبو له سرچېنو سره نښلول کېدای شي.