د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د بنو ولسوالۍ په جانيخېلو سيمه کې ځايي اوسیدونکو هلته د احتمالي پوځي عملياتو او د خلکو د بې کوره کولو پرضد احتجاجي لاريون کړی دی.
د ډسمبر پر ۲۲ (مرغومی ۲) په دغه احتجاجي لاريون کې قبايلي مشرانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او عام ولس ګډون کړی وو.
دا تر هغه وروسته ده چې د خيبر پښتونخوا ايالت د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټې (اپېکس کمېټې) د ډسمبر پر ۲۰ (ليندۍ ۳۰) په پېښور کې د يوې غونډې پر مهال په کورمه، د خيبر په تيرا او د بنو په جانيخېلو کې د امنيت ټينګولو لپاره پر بېلا بېلو لارو چارو بحث وکړ.
د جانيخېلو يو ولسي مشر او د احتجاجي لاريون ګډونوال ملک ماويز خان د ډسمبر پر ۲۲ (مرغومی ۲) امريکا غږ اشنا ته وويل چې پوځي عمليات د ترهګرو پر ځای عام ولس ته زيات زيان رسوي او هغوی بې کورۍ او کډوالۍ ته اړ کېږي.
د هغه په وينا، پوځ په ۲۰۰۹ کال کې هم په جانيخېلو کې پوځي عمليات کړي وو او خلک يې کډوال کړي وو، خو بيا هم امنيت ټينګ نه شو.
نوموړي زياته کړه: "موږ په هيڅ صورت يو ځل بيا پوځي عملياتو او د هغه له امله د کډوالۍ ژوند ته چمتو نه يو. که حکومت بيا د عملياتو پرېکړه کړې وي نو تر دې دا ښه ده چې موږ ټول قبايل پر يو ځای ووژني. موږ ډېر غريب خلک يو او سيمه مو وروسته پاتې ده، نو نه غواړو چې يو ځل بيا کډې په شا کړو او اغېزمن شو."
د ملک ماويز په وينا، دوی د احتجاج له لارې حکومت ته په ډاګه کړه چې په جانيخېلو کې دې د پوځي عملياتو اراده پرېږدي.
يوشمېر شنونکي په دې باور دي چې په قبايلي سيمو کې پوځي عملياتو ځايي اوسیدونکي ډېر زيات ځپلی او هغوی ته يې لوی زيانونه اړولي دي.
خبريال او شنونکي ګوهر وزير د ډسمبر پر ۲۲ (مرغومی ۲) امريکا غږ اشنا ته وويل چې په ۲۰۰۹ کال کې په جانيخېلو کې د پيل شويو عملياتو په نتيجه کې ځايي اوسیدونکي پر کډه کولو مجبور شو چې ځينې يې اوس هم خپلو کورونو ته نه دې ستانه شوي.
د هغه په وينا، د هغو عملياتو پر مهال ولس ته مالي زيانونه واوښتل او د جانيخېلو لوی سوداګريز مرکز هم ړنګ شو.
نوموړي زياته کړه: "په جانيخېلو کې تر پوځي عملياتو او د خلکو راستنېدو وروسته هدفي وژنې پيل شوې دي چې تر ۱۰۰ زيات ځوانان او مشران پکې وژل شوي دي. دغه ولس نور توان نه لري چې په سيمه کې دې يې بيا عمليات وشي او هغوی بيا کډې په سر کړي. دوی حکومت ته په خپل احتجاج کې څرګنده کړه چې موږ پر خپله خاوره د جنګونو پر ځای امنيت غواړو."
په جانيخېلو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د روانې ناامنۍ او هدفي وژنو خلاف ځايي ولس په وار وار احتجاجي لاريونونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي او حکومت هم د امنيت ټينګولو باور ورکړی دی، خو هلته لاهم بشپړ امنيت نه دی ټينګ شوی.
په عين حال کې د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د جون پر ۲۲ په دغه هيواد کې د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د نويو پوځي عملیاتو اعلان هم وکړ. پوځ او حکومت ادعا کوي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات ضروري دي خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سياسي ګوندونو او عام ولس د نويو پوځي عملیاتو پرضد پراخ احتجاجونه وکړل او ويې ويل چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ورسره ټینګ شوی.
د دې اندېښنې په غبرګون کې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ويلي و چې دا ځل به د پوځي عملياتو پر مهال دومره "پراخ جنګ نه کېږي چې خلک کډوالۍ ته اړ شي."