په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت

له ایران څخه شړل شوي افغانان (عکس: ارشیف)

د ایراني پولیسو لخوا د یو افغان کډوال د وهلو ډبولو او شکنجې د یوې ویډیو خپرېدو د افغانانو او بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دغې ویډیو کې یو تنکى ځوان لیدل کیږي چې د سړک پر سر د ایراني پولیسو لخوا وهل او شکنجه کېږي.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې په شخصي جامو کې دوه ایراني پولیس چې يوه يې خپل زنګون ددغه تنکي ځوان پر سر او ورمېږ ايښى چې د پوليسو د رېنجر څنګ ته پروت دى او بل پوليس هغه کلک نيولی او له خپل همکار سره ددې ځوان په وهلو او شکنجه کولو کې مرسته کوي.

په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو د معلوماتو له مخې، دا تنکی ځوان چې د ایراني پولیسو لخوا د سړک پر سر شکنجه شوی، افغان دی، سید مهدي نومېږي او د ایران د دماوند په ابسرد سېمه کې اوسېږي.

ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. د بشري حقوتړ ملاتړو په ایران کې د افغان کډوالو سره د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا پېښه د ایران د دماوند د ابسرد په سیمه کې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د اګست په اوومه د ایران د قزلحصار په زندان کې ۲۹ کسان اعدام شوي چې دوه افغانان هم په‌ کې شامل دي. درې نور کسان هم په یوه بل زندان کې اعدام شوي. اکثر دا کسان د مخدره موادو سره تړلو جرمونو په خاطر په اعدام محکوم شوي بلل شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې په تیرو اوو میاشتو کې د ایران د رژیم له خوا لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان اعدام شوي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان په ایران کې میشتو هغو کډوالو ته چې د اوسیدنې قانوني اسناد نلري، د روان کال ترپایه مهلت ورکړی چې خپلو هیوادونو ته دې ستانه شي.

د سیاسي چارو افغان شنونکی محمد هاشم دانش په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت تر هغه څه ډیر خراب بولي چې په رسنیو کې ښودل کیږي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "ډېر افغانان د دوی په کمپونو کې چې نه ډوډۍ شته، نه اوبه شته او نه ځای شته او دوی په ډېر بد وضعیت کې ساتي او په ضمن کې له دوی سره ناوړه چلند د شکنجې او وهلو دی."

ښاغلی دانش په افغانستان کې پر حاکمو طالبانو نیوکه وکړه چې په ایران کې د افغان کډوالو له حقونو څخه په دفاع کولو کې پاتې راغلي دي.

هغه وویل: "جالبه دا ده چې د طالبانو حکومت ځای یو مسؤل حکومت ګڼي آن تر اوسه دوی نه دي حاضر شوي چې د مهاجرینو او د ایران د غلطې رویې په اړه یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړي، دوی آن دا جرآت نه لري چې د ایران سفیر احضار کړي او د دوی د سفیر نه دا پوښتنه وکړي چې ولې دا کار کوئ."

عامو افغانان په ایران کې له خپلو عزیزانو او هېوادوالو سره پر ناوړه چلند نیوکه کړې ده.

یوه افغانه مېرمن چې ورور یې په ایران کې په اعدام محکوم شوی او نه غواړم په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، چې په اعدام محکوم افغانان عدالت او وکیل ته لاسرسی نه لري.

دغې مېرمن امریکا غږ ته وویل: "افغانان یو هم نه پرېږدي، هره ورځ یو یو اعداموي. ګڼو ښارونو کې اورم چې اعداموي مګر دا چې نوم او نښان یې چاته معلوم نه دی شمېر یې نه معلومېږي."

دغې مېرمنې پر طالبانو غږ وکړ چې غبرګون وښيي. هغې زیاته کړه: "ای کاش طالبان ژر یو کار وکړي، هره ورځ موږ ته لکه جهنم داسې تېرېږي، ای کاش یې اعدام مات شي. زندان دې وي خو چې اعدام یې نه کړي."

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په خپل ایکس‌ پاڼه لیکلي که نړیواله ټولنه سمدستي اقدام ونه کړي "سلګونه کسان به د ایران د رژيم له‌خوا په راتلونکو میاشتو کې ووژل شي."

د سیاسي چارو شنونکی افغان شنونکی ضیا بدخش وايي، په ایران کې مېشت افغانان د امنیتي او قضايي څانګو برسېره د ژوند په نورو برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

بدخش امریکا غږ ته وویل: "زنداني افغانان دریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، یو دا چې دوی اقتصادي امکانات نه لري چې وکیل ونیسي چې د دوی قضیې په محکومو کې مخ ته یوسي، بل دا چې د یوې معاهدې پر اساس دوی ایراني چارواکي افغانستان ته نه سپاري، او بل دا چې طالبان د افغانانو پروړاندې خپل مسؤلیت نه ترسره کوي په دې اساس افغانان په ایران کې له سختو ستونزو سره مخ دي خصوصا هغه افغانان چې په اعدام محکوم دي."

د طالبانو د حکومت چارواکو د ایران له حکومت څخه غوښتي چې ددغه هیواد په زندانونو کې د اعدام د سزا سره د مخ بندیانو په ګډون ټول افغان بندیان دې افغانستان ته انتقال کړي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې د ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له افغانستان څخه وتلي، چې ۸۵ سلنه یې د ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.