کرملین: پوتین بشارالاسد ته پناه ورکوي

د سوریې پرځیدلی ولسمشر، بشارالاسد

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) د دوشنبې په ورځ، دسمبر ۹ (لیندۍ ۱۹مه) اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې پرځول شوي ولسمشر بشارالاسد ته د پناه ورکولو پرېکړه کړې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته وویل: "دا ډول پرېکړې د ولسمشر پرته نه کېږي او دا د هغه [ولسمشر] پرېکړه ده." نوموړي د دې موضوع په اړه نور جزییات ور نه کړل.

د روسیې ځینو رسنیو د کرملین د سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته رسېدلي دي، خو د فرانس پرس خبري اژانس د پسکوف له قوله خبر ورکړی و، چې هغه د دې ادعا په اړه معلومات نه لري.

د کرملین له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د سوریې یاغیانو د ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د بشارالاسد حکومت نسکور کړی.

په ورته وخت کې، دا پرمختګ د اسد د نږدې ملاتړو؛ روسیې او ایران لپاره یو لوی ګوزار ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول د مسکو لپاره چې په سوریه کې پوځي اډې لري.

یاغیانو، چې تازه په سوریه کې واک ته رسېدلي دي، تر اوسه د روسیې د پوځي اډو په اړه څه نه دي ویلي.

کرملین ویلي چې، سوریه اوس له "سختې بې‌ ثباتۍ" سره مخ ده او لا وختي ده چې د روسیې د پوځي اډو راتلونکي په اړه خبرې وشي، ځکه دا لا نه ده څرګنده چې د سوریې یاغیان په دې اړه څه نظر لري.

پسکوف زیاته کړه، چې په دې اړه به له نویو واکمنانو سره خبرې وشي، خو اوس مهال د روسیې پوځ ټول اړین تدابیر نیولي دي. روسیه د سوریې په لاذقیه او طرطوس سیمو کې پوځي اډې لري.

مسکو د سړې جګړې له پیل راهیسې د سوریې نږدې ملاتړی پاتې شوی او په ۱۹۴۴ کال کې یې د دې هېواد خپلواکي په رسمیت وپېژندله، هغه مهال چې دمشق د فرانسې د استعمار د ختمولو هڅه کوله.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رويټرز او تاس خبري اژانس راپور کارول شوی.