د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې دولتي مطبوعات وایي بشارالاسد او کورنۍ یې مسکو ته تښتیدلي


په مسکو کې د سوریې د سفارت کارکوونکو د اپوزیسیون بیرغ پورته کړی او ورته خوښي کوي.
په مسکو کې د سوریې د سفارت کارکوونکو د اپوزیسیون بیرغ پورته کړی او ورته خوښي کوي.

د کرملین یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد او کورنۍ یې څو ساعته وروسته تر هغه مسکو ته ورسیدل چې وسله والو یاغیانو پایتخت دمشق ونیوه.

دې سرچینې د ټاس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د روسیې حکومت ښاغلي اسد او کورنۍ ته تر رسیدو وروسته د بشري دلایلو له مخې سیاسي پنا ورکړیده.

روسیه د ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، د بشارالاسد د حکومت نږدې ملاتړه پاتې شوې.

سره لدې چې تر اوسه د روسیې حکومت په رسمي توګه نده تائید کړې چې آیا ښاغلی اسد په ریښتیا هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای مسکو ته تللی که نه خو د لویدیځو هیوادونو یو چارواکي ویلي چې ښایي اسد په مسکو کې وي.

د کرملین سرچینې همدارنګه تائید کړې چې په سوریې کې یاغیانو چې د بشارالاسد حکومت یې ړنګ کړ، پدې هیواد کې یې د روسیې نظامي اډو او دیپلوماتیکي ادارو د خوندیتوب ضمانت ورکړی.

روسیه د طرطوس په ساحلي ښار کې د بحري ځواکونو اډه لري او د لاذقیه په ولایت کې نظامي اډه لري چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د اسد رژیم وسله والو مخالفینو باندې هوایي بمبارۍ کوي.

په عین حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سیاسي استازولۍ د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا د سوریې وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د عاجلې غونډې غوښتنه کړې.

ایران او روسیې له څه باندې یوې لسیزې راهېسې د اسد د رژیم ملاتړي وو او د ځواکونو د استولو تر څنګ یې مالي او دیپلوماتیک ملاتړ هم کاوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد په سوله‌ ییزه توګه د واک د انتقال د فرمان له صادرولو وروسته له خپلې څوکۍ ګوښه شوی او له هېواد څخه وتلی دی.

مسکو ویلي چې په سوریه کې له ټولو مخالفو ډلو سره په تماس کې دي او له ټولو اړخونو څخه یې غوښتي چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG